اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي نن اپوزېشن اتحاد يو ځل بيا حقائق په ناسمه ډول وړاندې كړې دي٬د اووم اين ايف سي ايوارډ نه پس د صوبو په برخه كښې ځانګړے زياتوالے شوے او وفاقي محاصل كښې د صوبو شيئر د تاريخ په لوړه كچه دي٬د خېبرپښتونخوا ضم شوو ضلعو مالي ضروريات وفاق پوره كوي٬اپوزېشن دې اووائي چې د خېبرپښتونخوا …
اپوزېشن اتحاد يو ځل بيا حقائق په ناسمه ډول وړاندې كړي٬د اووم اين ايف سي ايوارډ نه پس د صوبو په برخه كښې ځانګړے زياتوالے شوے٬د خېبرپښتونخوا ضم شوو ضلعو مالي ضروريات وفاق پوره كوي۔طلال چوهدري
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي نن اپوزېشن اتحاد يو ځل بيا حقائق په ناسمه ډول وړاندې كړې دي٬د اووم اين ايف سي ايوارډ نه پس د صوبو په برخه كښې ځانګړے زياتوالے شوے او وفاقي محاصل كښې د صوبو شيئر د تاريخ په لوړه كچه دي٬د خېبرپښتونخوا ضم شوو ضلعو مالي ضروريات وفاق پوره كوي٬اپوزېشن دې اووائي چې د خېبرپښتونخوا حكومت تر نن ورځې هلته څه پرمختيائي كار كړے؟۔د شورو په ورځ د اپوزېشن اتحاد پرېس كنفرنس په غبرګون كښې وزير مملكت طلال چوهدري ووئيل د فاټا انضمام نه پس صوبې ته خاص ګرانټس٬پرمختيائي پراجيكټس او سكيورټي اخراجات لپاره وفاق باقاعده رقم وركوي٬ د اين ايف سي شيئر بې بنسټه تورونو لګولو په ځاے اولس ته اووئې چې د خېبرپښتونخوا حكومت پخپله د خپل پرمختيائي بجټ لويه برخه نه ده استعمال كړی ۔ده ووئيل اپوزېشن خېبرپښتونخوا كښې خپل مالي نظم و نسق ښه كولو په ځاے ذمه واري په مركز د اچولو عادت خپل كړے ٬په صوبه كښې د امن او امان ښه والي لپاره وفاقي حكومت ډېره مالي او انتظامي مرسته وركړې كومې څخه چې كاروباري هلې ځلې او سماجي استحكام كښې ځانګړے ښه والے راغلے ۔طلال چوهدري ووئيل وفاقي حكومت د قامي يو والي تقاضو له مخې د هرې صوبې د حقونو محافظ دے٬د سياسي ګټې لپاره د ناسمه بيانونو لړۍ بندول پكار ده ٬اولس د حقائق څخه خبرول ضرورې دي دغسې چې د اپوزېشن پېدا كړې غلط فهمۍ لرې كړی شي۔











