اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د آزاد کشمیر، بلوچستان او ګلګت بلتستان د اېس ایم اي کلسټرز د اعلیٰ پائې غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د سمیډا،درېو واړو سيمو چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټري او اړوندو سټيك هولډرز ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اېس ایم ای کلسټرز په سيمه ايزو چیلنجونو غور وشو چې …
د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د آزاد کشمیر، بلوچستان او ګلګت بلتستان اېس ایم اي کلسټرز د اعلیٰ پائې غونډه
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د آزاد کشمیر، بلوچستان او ګلګت بلتستان د اېس ایم اي کلسټرز د اعلیٰ پائې غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د سمیډا،درېو واړو سيمو چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټري او اړوندو سټيك هولډرز ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اېس ایم ای کلسټرز په سيمه ايزو چیلنجونو غور وشو چې پكښې په خاص توګه لاجسټکس، ویلیو ایډېشن، فنانسنګ او د انفراسټرکچر کمي په شان مسئلې شاملي وي۔ د ګلګت بلتستان د چیمبر نمائندګانو غونډي ته ووئيل سيمه هر ډول قدرتی وسائل لري او د دې اېس ایم ایز ته خاص پام لرني ته اړتيا ده۔ده ووئيل د ویئر هاؤسز کمے او لاجسټکس مسئلې کاروباری پرمختګ كښې خنډ دي۔ چیمبر د سمیډا په مرسته ویلیو ایډډ څيزونو او ویئر هائوسز جوړولو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ، زراعت او مائننګ په څانګو كښې په زړه پورې صلاحیت شته۔ هارون اختر خان سمیډا ته سپارښتنه وكړه چې ګلګت چیمبر سره په ګډه ویئر هاؤس ډویلپمنټ په اړه فیزیبلټی رپورټ جوړ كړئ۔۔











