اسلام آباد۔03 دسمبر(اے پي پي)د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټر روبینه خالد د خاص كسانو په نړيواله ورځ خپل خاص پیغام كښې ووئېل خاص كسان زمونږ د ټولنې د احترام جوګه او ډېره مهمه برخه ده، د تعلیم، صحت او روزګار موقعو ته يو برابر رسنه د هر معذور بنیادي او آئینی حق دے ، بي آئي ایس پي د خاص كسانو ښېګړې ٬ معاونت او معاشي شمولیت لپاره …
د تعلیم، صحت او روزګار موقعو ته يو برابر رسنه د هر معذور بنیادي او آئیني حق دے ، د سینیټر روبینه خالد پیغام
اسلام آباد۔03 دسمبر(اے پي پي)د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټر روبینه خالد د خاص كسانو په نړيواله ورځ خپل خاص پیغام كښې ووئېل خاص كسان زمونږ د ټولنې د احترام جوګه او ډېره مهمه برخه ده، د تعلیم، صحت او روزګار موقعو ته يو برابر رسنه د هر معذور بنیادي او آئینی حق دے ، بي آئي ایس پي د خاص كسانو ښېګړې ٬ معاونت او معاشي شمولیت لپاره عملي اقدامات کوي او دوي په ترجيحي بنیادونو پروګرام كښې شاملوي ۔ دې ووئېل د خاص كسانو شمولیت ښه كولو لپاره بي آئي ایس پي د پی ایم ټي اسکور حد د 32 نه 37 کړے دے ٬ دغسې چې د زيات نه زيات مستحق كسان د پروګرام نه ګټه پورته كړي ۔ دې ووئېل دا وخت 1 لاکھ 8 زره نه زياتې معذورې مېرمنې د بینظیر انکم سپورټ پروګرام تر مخه مالي معاونت تر لاسه كوي كوم چې د دوي بااختیار كولو او معاشي استحکام پلو مهم ګام دے۔












