د پي آئي اے نجکارۍ كښې سپېځلتيا او ميرټ ته پام لرنه كوو، د بولۍ عمل به ټول هېواد كښې په ټي وي نيغ په نيغه نشر كولې شي،وزيراعظم محمد شهباز شريف د پي آئي اے په نجکارۍ كښې د برخې اخستونكو بډرز، کارباوري شخصيات او د کمپنيو استازو سره خبرې

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائنز نجکارۍ كښې سپېځلتيا او ميرټ ته پام لرنه كوو، نجکارۍ لپاره د بولۍ عمل به په ټول هېواد كښې په ټي وي نيغ په نيغه نشر كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پي آئي اے په نجکارۍ كښې د برخې اخستونكو بډرز، کارباوري شخصيات او کمپنيو استازو سره خبرو كښې وكړه …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائنز نجکارۍ كښې سپېځلتيا او ميرټ ته پام لرنه كوو، نجکارۍ لپاره د بولۍ عمل به په ټول هېواد كښې په ټي وي نيغ په نيغه نشر كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پي آئي اے په نجکارۍ كښې د برخې اخستونكو بډرز، کارباوري شخصيات او کمپنيو استازو سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات کولو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پي آئي اے تشخص بحالول او قومي ايئرلائن د جديد دور تقاضو له مخې روانولو لپاره د نجکارۍ عمل روان دے۔ده هيله څرګنده كړه چې انشاء اللہ ډير زر به آئي اے يو ځل بيا ’’ګريټ پيپل ټو فلائي ود‘‘ خپل روايات له مخې وده ومومي۔ده ووئيل د پي آئي اے نجکارۍ عمل كښې به شفافيت او ميرټ باوري كولې شي،د بډنګ عمل به ټول هېواد كښې په ټي وي نيغ په نيغه نشر كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پي آئي اے په نړۍ كښې د پروازونو بحالۍ سره به بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو لپاره آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئيل د پاکستان سېلګرۍ څانګي پرمختګ لپاره هم قومي ايئر لائن د جديد تقاضو له مخې روانولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې څوك هم د بډنګ نه پس د دې ذمه واري سنبھال كړي هغه به د قومي ايئر لائن تشخص بحالۍ او د دې پرمختګ ته خاص پام لرنه وكړي۔ وزيراعظم ووئيل د پي آئي اے بډنګ به په 23 دسمبر 2025ء کيږي كوم به چې په ميډيا نيغ په نيغه نشر كولې شي۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار پشمول وفاقي وزيران احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء اللہ تارړ، اعظم نذير تارړ، سردار اوېس خان لغاري، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم صلاكار محمد علي، خاص مرستيال هارون اختر او اړوند اعلي چارواكو ګډون وكړو۔ ملاقات كښې د پي آئي اے نجکارۍ لپاره بډنګ كښې ګډون كوونكو بډرز ګډون وكړو۔ ګډون كوونكو د حکومت د اړخه د پي آئي اے د نجکارۍ عمل كښې پېشه وره او شفاف تګلاره وستائېله۔

مزید خبریں