اسلام آباد۔3دسمبر (اے پي پي) افغان طالبان رجیم د سختو بندېزونو د لارې د بشري حقونو له مينځه وړولو كښې مصروف دے، د افغان اولس ژوند او بنیادي حقونه د طالبان د سفاکیت او د ترهه ګرۍ واكمنۍ ښكار شول ، بے روزګارۍ او اقتصادي ستونزو د زرګونو افغان كورنيو ژوند مشكل كړے دے ، د قامونو په وړاندې افغان طالبان رجیم كښې د بشري حقونو له مينځه وړولو پړده …
افغان طالبان رجیم د سختو بندېزونو د لارې د بشري حقونو له مينځه وړولو كښې بوخت دے ، بے روزګارۍ او اقتصادي ستونزو د زرګونو افغانانو كورنيو ژوند ګران كړے دے
اسلام آباد۔3دسمبر (اے پي پي) افغان طالبان رجیم د سختو بندېزونو د لارې د بشري حقونو له مينځه وړولو كښې مصروف دے، د افغان اولس ژوند او بنیادي حقونه د طالبان د سفاکیت او د ترهه ګرۍ واكمنۍ ښكار شول ، بے روزګارۍ او اقتصادي ستونزو د زرګونو افغان كورنيو ژوند مشكل كړے دے ، د قامونو په وړاندې افغان طالبان رجیم كښې د بشري حقونو له مينځه وړولو پړده شلېدلې ده ۔ د افغان میډیا تر مخه بے روزګارۍ او اقتصادي ستونزو د زرګونو كورنيو ژوند مشکل کړے دے ، افغان ځوانان د تعلیم په پرېښودلو مجبور دي ، په لږ معاش كار كولو څخه هم بنیادي ضروریات نه تر سره كېږي ۔ د اقتصاد پوهانو تر مخه سیاسي ماحول كښې د کمي او د طالبانو نااهلۍ په سبب افغانستان كښې سرمایه کاري او معاشي بحالي ممکن نه ده ۔ د نفسیات پوهه تحقیقات تر مخه زياتېدونكے غربت او بے روزګاري په ځوانانو كښې نفسیاتي فشار او د ځان وژلو پام لرنه زياتوي۔ سینټر فار سیویلیئنز ان کانفلکټ رپورټ تر مخه افغانستان كښې د وګړو د حفاظت صورتحال دېر خطرناک دے۔ د سفاک طالبانو رجیم مشر تابه ٬ په مېرمنو بندېزونو او زياتېدونكې غربت افغانستان د شدید معاشي بحران سره مخ كړے دے












