اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډېره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د خوارجي ترهه ګرو د بريد په سختو ټكو غندنې سره وئېلي دي دا بزدلانه بريد ډېر شرمناك فعل دے۔د شورو په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده په بريد كښې د شهيد شوي اے ايس آئي ګل عالم٬كانسټيبل رفيق او سخي جان ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې …
سردار اياز صادق ډېره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډېره اسماعيل خان كښې د پوليس په ګاډي د خوارجي ترهه ګرو د بريد په سختو ټكو غندنې سره وئېلي دي دا بزدلانه بريد ډېر شرمناك فعل دے۔د شورو په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ده په بريد كښې د شهيد شوي اے ايس آئي ګل عالم٬كانسټيبل رفيق او سخي جان ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی او د شهيدانو كورنيو سره يې د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئېل د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬قام د خپلو مېړنو پوليس ځوانانو په قربانو وياړ لري۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو لوړو درجو٬ د ژوبل شوو روغ صحت او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه












