اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار شريكي سوكالۍ لپاره سيمه ايزي رابطي مهمي ګرځولو سره وئيلي دي نړۍ كښې رواني شخړي نړيوال امن لپاره خطر لري ،هند په يو اړخيزه ډول د سندھ طاس لوظ نامې د معطل كولو اعلان كړے، د كشمير شخړې هواري نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په …
شريكي سوكالۍ لپاره سيمه ايزي رابطي مهمي دي، نړۍ كښې رواني شخړي نړيوال امن لپاره خطر لري ،د كشمير شخړې هواري نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے ۔د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار اسلام آباد كانكليو ته وينا
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار شريكي سوكالۍ لپاره سيمه ايزي رابطي مهمي ګرځولو سره وئيلي دي نړۍ كښې رواني شخړي نړيوال امن لپاره خطر لري ،هند په يو اړخيزه ډول د سندھ طاس لوظ نامې د معطل كولو اعلان كړے، د كشمير شخړې هواري نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز تر سيوري لاندې دوه ورځني اسلام آباد كانكليو 2025 د كوم سرخط چې تھيميټك فوكس: ”ري اميجننګ سائوتھ ايشيا: سكيورټي ، اكانومي، كلائميټ، كنيكټيويټي“ ته وينا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان د شخړو حل لپاره د خبرو اترو او سفارت كارۍ بشپړ مرسته كوي،سوئيلي اسياﺀ د غريبۍ ٬ ناخواندګۍ او ناڅاپي آفتونو پشمول نورو چيلنجونو سره مخ ده ۔نائب وزیر اعظم ووئيل د جموں و کشمیر په شان پخوانۍ او حل طلب سیاسی شخړې سيمه كښې امن و استحکام لپاره خطر ګرځېدلي ځكه چې د هند او پاكستان ترمينځه د خبرو اترو عمل د 11 كلونو څخه د زياتي مودې نه د تعطل ښکار دے۔ نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار موسمیاتی بدلون يوه وجودی خطرہ ګرځولو سره ووئيل زيات شوې درجه حرارت، شدید موسمی واقعات او تندۍ سره د ګلیشیئرز ويلي كيدو په ټوله نړۍ كښې د اوبو وسائل، كركيله او معاش متاثره كړي۔ده ووئيل انتها خوښي نظریات، سیاسی پاپولزم، جمهوری پسپائی او د اسلامو فوبیا عروج په ټوله نړۍ منفی اثر پريباسي۔ده ووئيل پاکستان يو واضحه او مستقل وژن لري د كوم مركز چې يو منصفانه او كوټلي نړيوال نظام دے او د بلاك پالیټیکس مخالف دے، پاکستان ملګرو ملتونو كښې د ګڼ اړخيزۍ هم مرسته کړې او د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لارې ، د شخړو امناكه هواري پشمول نړيوالي مرستي او يووالي په حاجت زور راوړي۔ نائب وزیراعظم ووئيل 2025/2026 مودې لپاره د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ټاكلي غړي په حیث سره پاکستان نړيوال امن او د سلامتیا ودي لپاره هڅو كښې بوښت دے۔ده ووئيل 25 مئی باندې د 92 ساعته پاك۔هند جنګ تر خطرناك حد د زياتيدو امكان ؤ، ریاستونو د نړيوال قانون او ملګرو ملتونو د چارټر مقاصدو او اصولو خلاف د نظر انداز شوو شخړو حل لپاره د طاقت كارولو سهارا اخستي وه۔ده ووئيل امریکې د پاکستان او هند ترمينځه په وخت جنګ بندی کولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ نائب وزیراعظم سینیټر محمداسحاق ډار ووئيل پاکستان جارحیت ناکامه كولو او ډیټرنس ته ودې وركولو له لوظي دے او د صلاحیت مظاهرہ ئې كړي،سوئيلي اسياﺀ كښې كوتلي امن لپاره اسټریټجکي استحکام په ځاے ساتلو ته اړتيا ده۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل تير مئي مياشت كښې پاك هند جنګ خطرناك ثابتيدے شو۔ده ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې سكيورټي منظر نامه هم پيچلې ده،دا تر ټولو زياتي آبادۍ لرونكي سيمه ده ده ٬ ځكه د سوئيلي اسياﺀ هېوادونو له به د خپلو مسئلو حل لپاره په سنجيدګۍ سره سوچ كول وي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل موسمياتي بدلون دا مهال لويې چيلنج دے، نړيواله معاشي منظر نامه بدليږي،سوئيلي اسياﺀ كښې د موسمياتي بدلون او غذائي كمي چيلنجونه زياتيږي، درجه حرارت كښې زياتوالے او سېلابونه په معيشت لوي اثرات مرتب كوي۔ده ووئيل اسرائيل په غزه كښې د انسانيت قتل عام كړې۔ نائب وزيراعظم ووئيل د كشمير شخړې حل نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے، پاكستان د شخړو حل لپاره د خبرو اترو او سفارتكارۍ مرسته كوي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې موسمياتي بدلون او د غذائي كمي چيلنجونه زياتيږي، موسمياتي بدلون دا مهال لويې چيلنج دے، درجه حرارت كښې زياتوالے او سېلابونه په معيشت لوئ اثرت مرتب كوي دغسې سوئيلي اسياﺀ سيمه د غريبۍ ، ناخواندګۍ، ناڅاپي آفتونو پشمول نورو چيلنجونو سره مخ ده۔انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد تر سيوري لاندې اسلام آباد كانكليو كښې په دويم ورځ د زيارت په ورځ به اختتامي سيشن كښې خارجه سيكرټري آمنه بلوچ د خصوصي ميلمني په حيثيت ګډون كوي۔












