د وزير اعظم په سپارښتنه سري لنكا كښې د سمندري طوفان څخه د بې دركو لټون او د وګړو بچ كولو كارروائيو لپاره خصوصي ډله ولېږلې شوه

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم په سپارښتنه سري لنكا كښې د راغلي سمندري طوفان له امله سېلاب ځپليو سيمو كښې لټون او د وګرو بِچ كولو كارروائيو لپاره خصوصي ډله لېږلې شوې ده ۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے د اړخه جاري بيان له مخې سري لنكا كښې د سمندري طوفان له امله سېلاب تباهي كړې او د سري لنكا حكومت د اړخه …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم په سپارښتنه سري لنكا كښې د راغلي سمندري طوفان له امله سېلاب ځپليو سيمو كښې لټون او د وګرو بِچ كولو كارروائيو لپاره خصوصي ډله لېږلې شوې ده ۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے د اړخه جاري بيان له مخې سري لنكا كښې د سمندري طوفان له امله سېلاب تباهي كړې او د سري لنكا حكومت د اړخه د مرستي په اپيل د پاكستان حكومت د اړخه د ځپليو مرستي لپاره امدادي اقدامات روان دي،د وزيراعظم په خاص سپارښتنه د شورو په سهار د سري لنكا ځپليو سيمو كښې لټون او د وګړو بچ كولو كاروائيو لپاره خصوصي ډله لېږلې شوې،د پاك فضائيه C-130 الوتكه امدادي كاروائيو كښې برخې اخستلو لپاره په 47 كسيزه ډله مشتمل 6.5 ټنه ضروري آلات سره سري لنكا ته رسيدلې ده۔ سامان لېږلو دستوره كښې د سري لنكا سفير پشمول وفاقي وزير طارق فضل چوهدري او د اين ډي ايم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك موجود وو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل اين ډي ايم اے پاكستان او نورو هېوادونو كښې د آفتونو په نتيجه كښې د شوي تباهۍ او منفي اثرات مخنيوي لپاره چمتو ده ، د وزير اعظم د اړخه تيره ورځ د سري لنكا صدر سره خبرې شوي او نورو ځپليو هېوادونو انډونيزيا، تھائي لينډ او ملائيشيا سره هم رابطه كيږي۔په دې موقع د سري لنكا سفير فريډ سينو يراتھنے ووئيل په سمدستي مرسته د پاكستاني اولس او حكومت مننه كوو۔

مزید خبریں