اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ تر سيوري لاندې ميرانشاه كښې مهمه جرګه وشوه ، جرګه كښې د شمالي وزيرستان مشرانو په ګڼ شمير ګډون وكړو۔ تفصيلات له مخې جنرل آفيسر كمانډنګ (جي او سي) ميرانشاه د جرګې ګډون كوونكو هركلے وكړو ۔ جي او سي ميرانشاه شمالي وزيرستان كښې د امن و سوكالۍ لپاره د قبائلي مشرانو او سيمي وګړو كردار وستائېلو،جرګه كښې د سيمې …
د پاك پوځ تر سيوري لاندې ميرانشاه كښې مهمه جرګه
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ تر سيوري لاندې ميرانشاه كښې مهمه جرګه وشوه ، جرګه كښې د شمالي وزيرستان مشرانو په ګڼ شمير ګډون وكړو۔ تفصيلات له مخې جنرل آفيسر كمانډنګ (جي او سي) ميرانشاه د جرګې ګډون كوونكو هركلے وكړو ۔ جي او سي ميرانشاه شمالي وزيرستان كښې د امن و سوكالۍ لپاره د قبائلي مشرانو او سيمي وګړو كردار وستائېلو،جرګه كښې د سيمې په موجوده سكيورټي صورتحال تفصيلي خبري وشوې،ګډون كوونكو سيمه كښې د روانو پرمختيائي منصوبو او په انتظامي مسئلو خپل تجاويز وركړل، قبائلي مشرانو د فتنه الخوارج تر بشپړه ختمولو د امنيتي ځواكونو سره د مرستي د عزم پخلے وكړو،د جرګې په اختتام امن، پرمختګ او ښه انتظامي تګلاري لپاره د شريكې مرستي رواني ساتلو ته اتفاق وكړے شو ، د شمالي وزيرستان قبائلي مشران سيمه كښې امن لپاره د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دي












