قامي ټيرف پالېسي يو انقلابي اقدام دے٬كوم چې د هېواد صنعتي پيداوار له په مثبت ډول آسانيو وركولو لپاره نافذ كړے شوے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د جاج اغستلو غونډې ته وينا

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ځايې څيزونو پيداواري لګښت كمولو لپاره د اقدامات په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي د حكومت د اړخه قامي ټيرف پالېسي يو انقلابي اقدام دے٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې د كسټم ډيوټي او تجارتي څانګه كښې نورو اصلاحاتو لپاره د جوړ ذيلي وركنګ ګروپ په سفارشات د جاج اغستو غونډې …

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ځايې څيزونو پيداواري لګښت كمولو لپاره د اقدامات په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي د حكومت د اړخه قامي ټيرف پالېسي يو انقلابي اقدام دے٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې د كسټم ډيوټي او تجارتي څانګه كښې نورو اصلاحاتو لپاره د جوړ ذيلي وركنګ ګروپ په سفارشات د جاج اغستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د هېواد صنعتي پیداوار او تجارت زياتولو لپاره د محسوس تجاويز او د مسئلو په ګوته كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل څو لسيزو راهيسې معاشي او صنعتي پیداواري صلاحيتونه زياتولو لپاره د ايكسپورټ ډوېلپمنټ فنډ ريسرچ او ټريننګ استعمال شوے نه دے٬بايد د هېواد د برآمدات او درآمدات څانګه كښې د پوهانو د اړخه سفارشات او اصلاحاتي تجاويز په حقيقت اډانه شمېرې له مخې وي۔ده ووئيل ځايې صنعت او تجارت او د ځايې آبادۍ لپاره د صنعتي څيزونو پېداواري لګښت كمولو لپاره كوټلې اقدامات د حكومت په ترجيحات كښې شامل دي۔د حكومت د اړخه منظور شوې قامي ټيرف پالېسي يو انقلابي اقدام دے٬وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د نورو هېوادونو سره د دوه اړخيزه او راهدارۍ او تجارتي څيزونو دې په بارډر د كسټم ډيوټي د وصولۍ نګراني اوشي۔وزيراعظم ته د وركنګ ګروپ په بريفنګ كښې ووئيل شول په برآمدات اډانه معاشي پرمختګ په هېواد كښې سرمايه كاري او پېداواري صلاحيت زياتولو٬حكومتي تحفظ او د انفراسټركچر ښه والي سره ممكن كېدے شي۔د هېواد په نمائنده كاروباري كسانو اډانه د ذيلي وركنګ ګروپ د اړخه محمد علي ټبه او نورو وزيراعظم د كسټم او ټيكس وصولۍ په اړه خبر كړو او خپل سفارشات يې وړاندې كړل۔وزيراعظم ووئيل قامي ټيرف پالېسي يو انقلابي اقدام دے٬كوم چې د هېواد صنعتي پيداوار له په مثبت ډول آسانيو وركولو لپاره نافذ كړے شوے۔په غونډه كښې د خزانې وزير محمد اورنګزيب٬ د اطلاعات وفاقي وزير وزير عطاﺀ الله تارړ٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د پاور ډويژن وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري٬د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر٬د ايس آئي اېف سي چيئرمين٬د هېواد صنعتي او كاروباري ادارو نمائندګانو او اړوندو سركاري عهديدارو ګډون وكړو۔

مزید خبریں