خاص كسان زمونږ د ټولنې اهمه٬ فعاله او باعزته برخه ده، د دوي خپواكي د پاکستان مجموعي معاشي او سماجي پرمختګ لپاره ضروري ده۔ سرداراياز صادق

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي چې خاص كسان زمونږ د ټولنې اهمه٬ فعاله او باعزته برخه ده۔ د خاص كسانو نړيوالې ورځ په موقع خپل بيان كښې سپيكر ووئيل چې كه خاص كسانو ته د معاونت٬ مناسب سهولتونو او برابر موقع وركړې شي نو دوي تعليم، ټيکنالوجي، سول سروس، لوبو، کاروبار او د سماجي خدماتو پشمول په هر مېدان …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي چې خاص كسان زمونږ د ټولنې اهمه٬ فعاله او باعزته برخه ده۔ د خاص كسانو نړيوالې ورځ په موقع خپل بيان كښې سپيكر ووئيل چې كه خاص كسانو ته د معاونت٬ مناسب سهولتونو او برابر موقع وركړې شي نو دوي تعليم، ټيکنالوجي، سول سروس، لوبو، کاروبار او د سماجي خدماتو پشمول په هر مېدان كښې د هېواد نامه روښانه كولو بشپړه صلاحيت لري۔ ده ووئيل چې د دوي خپواكي د پاکستان مجموعي معاشي او سماجي پرمختګ لپاره ضروري ده۔ ده ووېيل چې د ملګرو ملتونو له مخې لمانځلې كېدونكلې دا ورځ د دې عزم تجديد دې د خاص كسانو بشپړه شموليت، بااختياري، باوقار ژوند او د پرمختګ مساوي موقعې دې د قامي ترجيحاتو برخه جوړه كړې شي ۔ ده خاص كسانو لپاره تعليم، فني تربيه، تر ډيجيټل ټيکنالوجۍ رسنه، د صحت سهولتونه او د روزګار موقعې په زياتولو زور راوړلو سره ووئيل چې دا اقدامات نه يوازې د دوي خپلواكۍ بلكې د پاكستان مجموعي معاشي او سماجي پرمختګ لپاره ضروري دي

مزید خبریں