اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پاكستان مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان ګښې د سېلګرۍ په زړه پورې موقعې شته٬پاكستان پخوانۍ ګندهارا تهذيب٬نانګا پربت او براډ پيك پشان ښكلې ځايونه لري٬مونږ نړۍ ته اورولو لپاره ښې قيصې لرو٬مونږ له يوازې هغه د صحيح نوعيت تر سامعين په ښه ډول …
پاكستان كښې د سېلګرۍ په زړه پورې موقعې شته٬د هېواد مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔عطاﺀ الله تارړ
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پاكستان مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان ګښې د سېلګرۍ په زړه پورې موقعې شته٬پاكستان پخوانۍ ګندهارا تهذيب٬نانګا پربت او براډ پيك پشان ښكلې ځايونه لري٬مونږ نړۍ ته اورولو لپاره ښې قيصې لرو٬مونږ له يوازې هغه د صحيح نوعيت تر سامعين په ښه ډول بيانول دي۔ده دا خبره د نهې په ورځ په ځايې هوټل كښې د ډسكور پاكستان تر سيوري لاندې”نېشنل ټورازم ايوارډز 2025 دستورې ته خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير قامي سېلګرۍ ته ودې وركولو په هڅو د ډسكور پاكستان د سي اي او ډاكټر قيصر رفيق مننې كولو سره ووئيل هغه تر يوې لسيزه بهر هېواد كښې پاتې شوے دغسې په دې اړه ښه معلومات لري۔د پاكستان په حقله غلط فهمۍ يوازې دې ډول هڅو سره لرې كېدې شي۔ده ووئيل غېر ملكي سېلګري چې يو وارې پاكستان ته راشي نو د بيا بيا راتللو خواهش لري٬غېر ملكي سېلګري د پاكستانيانو د مېلمستوب ستائنه كوي٬مېلمستيا زمونږ د ښه روايت برخه ده۔ده ووئيل دغه د پكستان مثبت تصور دے كوم چې په نړيواله كچه وړاندې كولو ته اړتيا ده ځكه چې د پاكستان سره د اورولو لپاره منفرد قيصې شته۔وفاقي وزير د هېواد جغرافيائي خصوصيات په ګوته كولو سره پاكستان يو كوټلې پیكج وګرځولو۔ده د شمالي سيمو د ښكلا پلو اشاره كولو سره ووئيل د نړۍ 14 تر ټولو لويو غرونو كښې پنځه لوړ غرونه دلته دي ٬ د دې نه علاوه ده د مالم جبې د ښكلا ذكر هم وكړو۔وفاقي وزير د شندرو پولو فيسټيول په اړه ووئيل دا د نړۍ تر ټولو په دنګ ميدان كيږي۔ده ووئيل د قدرتي ښكلا نه علاوه پاكستان كلتوري ورثه هم لري۔دلته د ګندهارا تهذيب شته دغسې په پيړيو پخواني روايات هم شته كوم چې نن هم د كيلاش قبيلې وګړي خپلوي۔د اطلاعات وزير د سندھ او بلوچستان د ريګستانونو او په چولستان كښې د جيفانو د زغل ذكر كولو سره دغه يوه ښه لوبه وګرځولو۔د خپل خطاب په آخر وفاقي وزير د ډسكور پاكستان پليټ فارم په نړيواله كچه بوتللو لپاره د يو وركنګ ګروپ جورولو تجويز وركړو۔دغسې وفاقي وزير ډسكور پاكستان په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص په ښه ډول وړاندې كولو له په انګريزۍ ژبه كښې د چينل لانچ كولو حكومتي مراعات تجويز هم وركړو۔












