اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په ضد په دوه جلا جلا كاميابو كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې عملياتو كښې د فتنه الخوارج په 7 ترهه ګرو وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔ده ووئيل عزم استحكام وژن …
وزيراعظم شهباز شريف شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په ضد په دوه جلا جلا كاميابو كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په ضد په دوه جلا جلا كاميابو كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې عملياتو كښې د فتنه الخوارج په 7 ترهه ګرو وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔ده ووئيل عزم استحكام وژن ترمخه امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي۔وزيراعظم ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد دې جنګ كښې د وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے۔د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لوظي يو۔












