امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې په كاميابه كاروائۍ كښې د فتنه الخوارج 7 ترهه ګر ووژل

پېنډي 02 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې په كاميابه كاروائۍ د فتنه الخوارج 7 ترهه ګر وژلي دي۔د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوي بيان ترمخه د خوارج د موجودګۍ په مصدقه اطلاع امنيتي ځواكونو په مير علي كښې انټيلجنس بيسډ عمليات وكړل۔د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د خوارج ژالې په نښه كړې او په يو بل د ډزو نه پس 6 …

پېنډي 02 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې په كاميابه كاروائۍ د فتنه الخوارج 7 ترهه ګر وژلي دي۔د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوي بيان ترمخه د خوارج د موجودګۍ په مصدقه اطلاع امنيتي ځواكونو په مير علي كښې انټيلجنس بيسډ عمليات وكړل۔د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د خوارج ژالې په نښه كړې او په يو بل د ډزو نه پس 6 خوارج ووژل شول٬په يوه بله كاروائي كښې په اسپين وام كښې په يو بل د ډزو په مهال يو خارجي وژل شو۔د خوارجو څخه وسله او توكي برآمد كړے شول۔دا ترهه ګر په امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو او د بې ګناه وګړو وژلو پشمول په ګڼو كاروائيو كښې ككړ وو۔په سيمه كښې كليئرنس عمليات روان دي دغسې چې د هند مرسته لرونكې خوارج ختم كړے شي۔

مزید خبریں