سمندري طوفان ډټواه، پاکستان د سري لنكا لپاره د مرستې 200 ټنه سامان ولېږلو

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د خوفناك سمندري طوفان ډټواه څخه د شوې تباهۍ نه وروستو د سري لنكا ځپلو سيمو لپاره د مرستې 200 ټنه سامان د سمندر د لارې استولے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په دې لر كښې په اسلام آباد كښې د سامان لېږلو دستوره وشوه چې پكښې د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني او په …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د خوفناك سمندري طوفان ډټواه څخه د شوې تباهۍ نه وروستو د سري لنكا ځپلو سيمو لپاره د مرستې 200 ټنه سامان د سمندر د لارې استولے دے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په دې لر كښې په اسلام آباد كښې د سامان لېږلو دستوره وشوه چې پكښې د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني او په پاکستان كښې د سري لنکا هائي کمشنر ايډمرل راويندرا سي وجے ګنا رتنے ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د خارجه وزارت او د اېن ډي اېم اے لوړ پوري هم موجود وو۔ پاکستان په دې موقع د سري لنکا اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں