وزيراعظم شهباز شريف سره د سري لنکن صدر انورا کمارا ډسانائيکے ټېلي فوني تماس٬ په سخت وخت كښې د يووالي څرګندونه او د زړه د كومي په مرسته د مننې څرګندونه

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د سري لنکا صدر انورا کمارا ډسانائيکے د وزيراعظم شهباز شريف سره د ټېلي فوني تماس د لارې په سخت وخت كښې د يووالي په څرګندونه او د زړه د كومي په مرسته د مننې څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نهې په ورځ د ډيموکريټک سوشلسټ ريپبلک آف سري لنکا صدر انورا کمارا …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د سري لنکا صدر انورا کمارا ډسانائيکے د وزيراعظم شهباز شريف سره د ټېلي فوني تماس د لارې په سخت وخت كښې د يووالي په څرګندونه او د زړه د كومي په مرسته د مننې څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نهې په ورځ د ډيموکريټک سوشلسټ ريپبلک آف سري لنکا صدر انورا کمارا ډسانائيکے وزيراعظم شهباز شريف سره ټېلي فوني تماس ونيولو ۔ وزيراعظم په سري لنکا كښې د سمندري طوفان ډټواه څخه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د سري لنکا اولس او حكومت سره د يووالي څرګندونه كولو سره غمژنو كورنيو سرهم هم د يووالي څرګندونه وكړه د چا په تباهۍ كونكې سېلاب او لېنډ سلائيډنګ كښې چې خپل خپلوام مړه شوي۔ وزيراعظم د سلګونو په شمېر په قېمتي ځاني زيان او په جزيره كښې د بې كوره شوو د زرګونو په شمېر كسانو لپاره هم د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كښې د مرستې په كاروائيو كښې د سري لنکا چارواكو، پوځ او د رېسكيو ډلو د سمدستي غبرګون هم ستائنه وكړه ٬ موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته شوو افتونو په اړه پاکستان ته د رسېدلې شوو زيانونو تذكره كولو سره ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان په دې سخت وخت كښې سري لنكا سره د بشپړه يو والي سره ولاړ دے۔ وزيراعظم د سري لنکا صدر خبر كړو چې پاکستان د سري لنکا د اولس مرستې لپاره په سمدستي توګه په بشري بنيادونو مرسته استوي دغسې قدرتي آفت څخه د شوې تباهۍ نه چې رابهر كېدو له مرسته وكړې شي۔ د بيان له مخئ د سري لنکا صدر په دې سخت وخت كښې د يووالي په څرګندونه او د زړه د كومي په مرسته كولو د د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده د دې خبرې ستائنه وكړه چې پاکستان په ھغه وړومبو هېوادونو كښې شامل دے چا چې د سمندري طوفان په تناظر كښې د مرستې په كاروائيو كښې برخه اخستې٬ د خپلو تېرو ملاقاتونو ذكر كولو سره دواړو مشرانو په ټولو څانګو كښې دوه اړخَيزه مرسته لا ښه كولو لپاره د خپل مشتركه عزم څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں