اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د آزاد كشمير په اړه د جوړه كړې سياسي كمېټۍ مهمه غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه چې شريكه مشري يې د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار سينيټر رانا ثناﺀ الله خان او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وكړه۔د نهې په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان او سيفران چارو وزارت او …
د آزاد كشمير په اړه د جوړه كړې سياسي كمېټۍ مهمه غونډه٬ د آزاد جمو او كشمير موجوده سياسي صورتحال او د 2026 ټول ټاكنو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د آزاد كشمير په اړه د جوړه كړې سياسي كمېټۍ مهمه غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه چې شريكه مشري يې د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار سينيټر رانا ثناﺀ الله خان او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وكړه۔د نهې په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان او سيفران چارو وزارت او لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د آزاد جمو او كشمير موجوده سياسي صورتحال او د كال 2026 په ټول ټاكنو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل مسلم ليګ(ن) به د آزاد جمو كشمير كښې راتلونكو ټاكنو كښې بشپړه برخه اخلي او اولس ته به د خپل حكومت د ماضي كاركردګي٬ د وفاقي حكومت موجوده پالېۍ او د كشمير اولس لپاره شوې اقدامات وړاندې كوي۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)اولسي خېرښېګړې لپاره تل كار كولو سره راځي او په راتلونكې كښې هم د كشميري اولس د خذمت لوظ كوي ۔په غونډه كښې په قانون ساز اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر او د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير صدر شاه غلام قادر٬پخواني وزيراعظم راجه فاروق حېدر٬سېكرټري جنرل چوهدري طارق فاروق٬سينئر نائب صدر مشتاق منهاس٬د اطلاعات سېكرټري بيرسټر افتخار ګيلاني او چوهدري عبدالرحمان آرائيں ګډون وكړو او خپلې قيمتي رائے يې وركړې۔












