اسلام آباد۔2 دسمبر (اے پي پي) د سپريم جوډيشنل كونسل آف پاكستان غونډه د نهې په ورځ د سپريم كورټ آف پاكستان په كانفرنس روم كښې وشوه۔ په غونډه كښې چيف جسټس فېډرل كونسټي ټيوشنل كورټ آف پاكستان جسټس امين الدين خان ٬ د سپريم كورټ جستس منيب اختر ٬ د سپريم كورټ جسټس جمال مندوخېل (د ويډيو لنك د لارې) د فېډرل كونسټي ټيټوشنل كورټ جج جسټس سيد اظهر …
د سپريم جوډيشنل كونسل غونډه ٬ د قواعدو جوړولو لپاره كميتي جوړه كړې شوه
اسلام آباد۔2 دسمبر (اے پي پي) د سپريم جوډيشنل كونسل آف پاكستان غونډه د نهې په ورځ د سپريم كورټ آف پاكستان په كانفرنس روم كښې وشوه۔ په غونډه كښې چيف جسټس فېډرل كونسټي ټيوشنل كورټ آف پاكستان جسټس امين الدين خان ٬ د سپريم كورټ جستس منيب اختر ٬ د سپريم كورټ جسټس جمال مندوخېل (د ويډيو لنك د لارې) د فېډرل كونسټي ټيټوشنل كورټ جج جسټس سيد اظهر رضوي ٬ چيف جسټس لاهور هائي كورټ جسټس عاليه نيلم (د ويډيو لنك د لارې) د اسلام آباد هائي كورټ چيف جسټس جستس سرفراز ډوګر ګدون وكړو۔ د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګې څخه جاري بيان تر مخه غونډه كښې كونسل متفقه قواعد جوړولو لپاره يوه كمېټي جوړه كړه كومه به چې د پاكستان آئين آرټيكل 209 شق 10 تر مخه د كونسل په طريقه كار او د كاروائۍ ضابطو په اړه د قواعد مسودې جوړولو اختيار لري چې پكښې د سپرېم كورټ جسټس جمال مندوخېل ٬ د وفاقي آئيني عدالت جج جسټس سيد حسن اظهر رضوي او د لاهور هائي كورټ جسټس عاليه نيلم شامله ده۔












