اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان په منطقه كښې د يو سټريټجك مرمز په توګه مهم كردار ادا كوي٬كوم چې سيمه د چين٬مينځنۍ آسيا٬سوئېلي آسيا او نړيوالو منډيانو سره مربوط كوي۔د نهې په ورځ پروفيسر احسن اقبال د مينځنۍ اسيا اقتصادي مرستې په تيانشان فورم كښې په منطقه كښې اقتصادي يو والي او رابطه كارۍ ته ودې …
پاكستان په منطقه كښې د يو سټريټجك مركز په توګه مهم كردار ادا كوي۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان په منطقه كښې د يو سټريټجك مرمز په توګه مهم كردار ادا كوي٬كوم چې سيمه د چين٬مينځنۍ آسيا٬سوئېلي آسيا او نړيوالو منډيانو سره مربوط كوي۔د نهې په ورځ پروفيسر احسن اقبال د مينځنۍ اسيا اقتصادي مرستې په تيانشان فورم كښې په منطقه كښې اقتصادي يو والي او رابطه كارۍ ته ودې وركولو لپاره څلور مهم فريم ورك وړاندې كړل ۔ده په پرمختګ اډانه مرسته او د شريكې خوشحالۍ په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل د رابطه كارۍ او اقتصادي انضمام لپاره جوائنټ ټاسك فورس٬ريلوے٬بندرځايونه او ډيجيټل تجارتي نظام مربوط كولو لپاره ريجنل اسپېشل اكنامك زونز-صنعتي پرمختګ او د سرمايه كارۍ ودې لپاره٬يوريشين انرجي او ګرين ټرانزيشن پارټنرشپ-د تجديد وړ توان او د موسمياتي بدلون تر مخه د قوي بنيادي ډهانچې لپاره د بجلۍ په تبادله كښې مرسته٬ډيجيټل سلك روډ او فيوچر اسكلز الائنس- ځوانان خپلواكه كولو٬ په جدت او علم اډانه معيشت ودې لپاره اقدامات دي۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري په منطقه كښې معاشي او سماجي پرمختګ لپاره نوې موقعې وركوي چې پكښې قامي ګرډ كښې 8000 ميګاواټ زياتوالے٬ د 1000 كلوميټر څخه د زياتو جديد سترو لارو جوړول٬ګوادر پورټ فعاله كول٬ د اسپېشل اكنامك زونز بنياد او د ډيجيټل انفراسټركچر قيام كښې مهم كردار شامل دے۔ده ووئيل كاريك فريم ورك 11 هېوادونه د 6 مهمو اقتصادي راهداريو٬جديد سرحدي نظام او تجارتي سهولت كارۍ د لارې تړې كومې څخه چې تر ټولو لوي مربوط د رابطه كارۍ نيټ ورك جوړول ممكن شوے۔












