اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي بينظير نشوونما پروګرام په كاميابۍ سره روان دے٬پروګرام به راتلونكو كلونو كښې لا پراخه كړې شي٬دا مثبت رفتار په ځاے ساتل پكار دي٬ځكه چې د نن ماشومانو صحت راتلونكو نسلونو لپاره مهم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه دې ځايې هوټل كښې د پاكستان او تيمور لیسټے حكومت لخوا ګلوبل ټاسك فورس٬ورلډ فوډ پروګرام تر سيوري …
بينظير نشوونما پروګرام په كاميابۍ سره روان دے٬پروګرام به راتلونكو كلونو كښې لا پراخه كړې شي۔سينيټر روبينه خالد
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي بينظير نشوونما پروګرام په كاميابۍ سره روان دے٬پروګرام به راتلونكو كلونو كښې لا پراخه كړې شي٬دا مثبت رفتار په ځاے ساتل پكار دي٬ځكه چې د نن ماشومانو صحت راتلونكو نسلونو لپاره مهم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه دې ځايې هوټل كښې د پاكستان او تيمور لیسټے حكومت لخوا ګلوبل ټاسك فورس٬ورلډ فوډ پروګرام تر سيوري لاندې د غذائيت په اړه په سماجي تحفظ اډانه درې ورځې كنفرنس ته خطاب كښې وكړه ۔دې ووئيل كال 2008 كښې د خپل پېل نه پس بي آئي ايس پي د پاكستان سماجي تحفظ په منظر نامه كښې مهم كردار ادا كړے كوم چې د خېرښېګړی سكيمونه په قامي كچه مربوط پروګرام پلو منتقل كړي او ډيجيټل ادائيګو٬ د مستحق كسانو رجسټرېشن او د غذائيت په اړه د حساس اقدامات پشان د اختراعات بنياد اېښودے دے۔دې ووئيل چ بينظيرانكم سپورټ پروګرام په ټوله منطقه كښې غربت كښې كمي او د غذائيت په اړه سماجي تحفظ لپاره په نړيواله كچه تسليم شوے ماډل دے۔سېنېټر روبينه خالد ووئيل په يو تحريري بيان كښې صدر آصف علي زرداري په دې خبره زور راوړے چې غذائيت به سماجي تحفظ كښې ضم كول يو سنګ ميل دے۔دې د فرانس حكومت د ګلوبل ټاسك فورس د ملاتړ هم مننه وكړه۔دې ووئيل مونږ په ګډه يو داسې نړۍ جوړولې شو چرته چې كومه مور٬كوم بچے او كوم خاندان وروستو پاتې نه شي۔دا دستوره د شريكو حكومتونو او شراكتدارو شريك عزم په ګوته كوي دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې كوم ماشوم٬ميرمن يا سړے د لوږې يا د غذائيت كمې ښكار نه وې۔












