وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تركيې د توان وزير الپرسلان بيريكتر ملاقات٬توان٬پیټروليم او معدنيات پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او تركيې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونې سره د تركيې سره د توان٬پیټروليم او معدنيات پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو له د پاكستان د پوخ عزم پخلے كړے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تركيې د توان …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او تركيې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونې سره د تركيې سره د توان٬پیټروليم او معدنيات پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو له د پاكستان د پوخ عزم پخلے كړے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تركيې د توان او قدرتي وسائلو وزير الپرسلان بيريكتر كوم چې د پاكستان په سركاري دوره دے۔د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات كړے۔د پاكستان او تركيې ترمينځه په تاريخي او د ورورولۍ به اړيكو زور راوړولو سره وزيراعظم دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه او د تركيې سره په خاص توګه د توان په څانګه كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره يې د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو ۔وزيراعظم د توان٬پيټروليم او معدنيات په څانګو كښې د پاكستان او تركيې ترمينځه مرستې ته پراختيا وركولو په اهميت زور راوړو ۔ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې تركش پيټروليم پاكستان كښې د تيلو لټون په اړه آف شور او آن شور هلو حلو كښې شموليت اختيار كړے كوم چې د توان په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې يو مهم سنګ ميل دے۔ده د تركيې كمپنو ته د پاكستان توان ماركيټ كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه هم وركړ ه ۔سږ كال صدر رجب طيب اردوان سره د خپلو ګڼ شمېر ملاقاتونو ذكر كولو سره وزيراعظم په تندۍ سره بدل شوي سيمه ايز او نړيوال ماحول په تناظر كښې د ډلو ترمينځه نزدې رابطه باوري كولو په ضرورت زور راوړو۔بيان له مخې ډلو ترمينځه په دې خبره اتفاق وشو چې د پاكستان وزارتي پلاوې به ډېر زر د تركيې دوره وكړي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په خاص توګه توان او بجلۍ په څانګه كښې نوره هم مرسته ولټوي۔ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك٬د پاور ډويژن وزير سردار اويس احمد خان لغاري٬د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او اعلٰی حكومتي چارواكي هم موجود وو۔دواړو لارښودو د تركيې او پاكستان ترمينځه كان كني په څانګه كښې د مفاهمت په يادښتونو او لوظ نامو د تبادلې هم مشاهده وكړه۔دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه ډيډ آف اسائمنټ –ايسټرن آف شور انډس-سي ٬ پيټروليم كنېشن ايګريمنټ زيارت نارته بلاك٬پېټروليم كنسيشن ايګريمنټ سكھ پور- IIبلاك٬ډيپ ايف بلاك اي بلاك ډيپ ايف بلاك او ايف بلاك ډيپ بلاك تبادله وشوه۔