اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د تركيې د توان او قدرتي وسائلو وزير پرسلان بيركتار جنرل هيډكوارټرز(جي ايچ كيو)كښې ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬په خاص توګه د پاك-تركيه د توان مرستې په وده٬د دوه اړخيزه اړيكو په استحكام او د سټريټجك شراكتدارۍ د نوو موقعو په لټون …
فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د تركيې وزير سلان بيركتار ملاقات٬شريك اهداف او سيمه ايز استحكام په اړه شراكتداري لا قوي كولو له د عزم پخلے
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د تركيې د توان او قدرتي وسائلو وزير پرسلان بيركتار جنرل هيډكوارټرز(جي ايچ كيو)كښې ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬په خاص توګه د پاك-تركيه د توان مرستې په وده٬د دوه اړخيزه اړيكو په استحكام او د سټريټجك شراكتدارۍ د نوو موقعو په لټون خبرې اترې وشوې۔ د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي ير)لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو ډلو شريك اهداف او سيمه ايز استحكام په اړه شراكتدارۍ لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو ۔فيلډ مارشل د پاكستان او تركيې ترمينځه د اوږدې مودې او ورورولۍ اړيكې رامخې ته كولو سره به بيلو نړيوالو فورمز د پاكستان لپاره د تركيې د بشپړ ملاتړ مننه وكړه۔د تركيې وزير د توان په څانګه كښې مرستې زياتولو لپاره د تركيې خوښي څرګنده كړه او سيمه ايز امن٬استحكام او پائيدار پرمختګ لپاره د پاكستان هڅې يې وستائېلې۔












