اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په ميرانشاه سړك د اسسټنټ كمشنر په قافله د ترهه ګرۍ د بريد غندنې كولو سره په دې كښې د شهيد شوي اسسټنټ كمشنر شاه ولي پشمول پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د نهې په ورځ په خپل پېغام كښې ده د شهيدانو كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په ميرانشاه سړك د اسسټنټ كمشنر په قافله د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په ميرانشاه سړك د اسسټنټ كمشنر په قافله د ترهه ګرۍ د بريد غندنې كولو سره په دې كښې د شهيد شوي اسسټنټ كمشنر شاه ولي پشمول پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د نهې په ورځ په خپل پېغام كښې ده د شهيدانو كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئېل اسسټنټ كمشنر شاه ولي او پوليس اهلكارو د وظيفې ادائيګۍ په مهال عظيمې قربانۍ وركړې٬قام به د خپل وبهادر شهيدانو قربانۍ تل ياد ساتي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د لويې څښتن څخه د شهيدانو د لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔












