د خېبرپښتونخوا وګړي د بنو بريد د ټولو شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك دي۔ ګورنر فيصل کريم کنډي

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولي خان او د ده ملګرو د ترهګرۍ په پېښه كښې شهادت د افسوس وړ دے۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې ګورنر ووئيل د خېبرپښتونخوا وګړي د بنو بريد د ټولو شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دي٬ …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د شمالي وزيرستان اسسټنټ کمشنر شاه ولي خان او د ده ملګرو د ترهګرۍ په پېښه كښې شهادت د افسوس وړ دے۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې ګورنر ووئيل د خېبرپښتونخوا وګړي د بنو بريد د ټولو شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دي٬ ده ووئيل چا چې د اپرېشن مخالفت كولو ھغوي دې اووائي چې مونږ به تر څو د خپلو مړي پورته كوٶ۔ ده ووئيل په صوبه كښې امن لپاره وفاق ، صوبائي حکومت او د سکيورټي فورسز مشترکه کردار ډېر ضروري دے ۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔