د برآمدات زياتولو د لارې معاشي پرمختګ له عملي ګامونه اخلو، د مختلف ورکنګ ګروپس په وړاندېز به عملدرآمد باوري كولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د برآمدات زياتولو د لارې معاشي پرمختګ له عملي اقدامات كوو، کاروباري شخصيات او سرمايه کار د احترام وړ دي ٬ د مختلف ورکنګ ګروپس په وړاندېزونو به عملدرآمد باوري كولې شي ،کاروبار او قوي معيشت سره به ټيکس آمدن زيات شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د برآمدات زياتولو د لارې معاشي پرمختګ له عملي اقدامات كوو، کاروباري شخصيات او سرمايه کار د احترام وړ دي ٬ د مختلف ورکنګ ګروپس په وړاندېزونو به عملدرآمد باوري كولې شي ،کاروبار او قوي معيشت سره به ټيکس آمدن زيات شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده معاشي اصلاحات لپاره د نجي څانګي پوهانو او كاروباري شخصيات باندې د مشتمل د ټيکس څانګي اصلاحات په اړه د ورکنګ ګروپ غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيران احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، علي پرويز ملك، وزير مملکت بلال اظهر کياني، معاون خصوصي هارون اختر او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ورکنګ ګروپ چيئرمين شهزاد سليم پشمول نورو غړو هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې شريكو کاروباري شخصياتو او د سرمايه کارو تيره غونډه كښې د ايکسپورټ ډويلپمنټ سرچارج ختمولو په احکامات د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل حکومت ټيکس وركوونكو کاروباريانو او کمپنيو ته د قدر په سترګه ګوري،د تل پاتي اقدامات د لارې هېواد كښې کاروبار ښه كول او مسابقتي جوړول غواړو،حکومت د وړومبۍ ورځې څخه په برآمدات زياتولو اډانه معاشي پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔ وزيراعظم ووئيل د نجي څانګي پوهانو د اړخه كوټلي تجاويز وړاندې كړے شوي په كومو چې د هغوي مننه كوم،د هغوي په تجاويز د غور كولو نه پس به هغه د عمل وړ جوړولو لپاره د خزاني وزير په مشرۍ كښې کمېټي جوړوم، کمېټي به په عملي اقدامات اډانه تګلاره جوړوي۔غونډي ته د کارپوريټ څانګي پشمول بېلو څانګو كښې د ټيكسونو شرح او تقابلي جاج وړاندې كړے شو ۔غونډي ته پاکستان كښې د نجي څانګي پرمختګ، برآمدات او سرمايه کارۍ كښې زياتوالي لپاره د ضروري ټيکس اصلاحات تجاويز وړاندې كړے شول ۔غونډي ته سيمه كښې د پاکستان کاروباري څانګي مسابقت زياتولو په اړه هم تجاويز وړاندې كړے شول ۔