پاکستان كښې د مالياتي ټيکنالوجۍ په څانګه كښې پېشرفت٬ فوربز پاكستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د بهترۍ رپورټ جاري كړو

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د مالياتي ټيکنالوجۍ په څانګه كښې پېشرفت شوے٬ فوربز پاكستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د بهترۍ رپورټ جاري كړے دے۔ د نهې په ورځ د آئي ټي او ټېلي كام وزارت بيان له مخئ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د خزانې وزير اورنګزيب د معاشي اصلاحات او د آئي ټي وزيرې شزه فاطمه خواجه د هلو …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د مالياتي ټيکنالوجۍ په څانګه كښې پېشرفت شوے٬ فوربز پاكستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د بهترۍ رپورټ جاري كړے دے۔ د نهې په ورځ د آئي ټي او ټېلي كام وزارت بيان له مخئ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د خزانې وزير اورنګزيب د معاشي اصلاحات او د آئي ټي وزيرې شزه فاطمه خواجه د هلو ځلو په سبب مالياتي ټيکنالوجۍ پلو سفر په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے٬ پاکستان سټارټ اپ فنډ، د آئي ټي وزارتِ فليګ شپ پروګرام، وينچر کيپټل لانچ كولو لپاره ايکويټي فري ګرانټس وركوي٬ د فوربز رپورټ له مخئ په كال 2024 كښې د پاکستان په مالياتي ټيکنالوجۍ كښې سرمايه کاري دوه چنده زياتېدو سره 26.3 ملين ډالرو ته رسېدلې وه ٬ د كال 2025 په وړومبو شپږو مياشتو كښې دا سرمايه کاري په زياتېدو 52.5 ملين ډالرو ته ورسېدله كومه چې د مضبوط ېريکوري واضحه ثبوت دے۔ د يادونې وړ ده په كال 2023 كښې فنډنګ يوازې 12.5 ملين ډالر پاتې ؤ٬ دا تن رفتاره اضافه په خاص توګه فِنټيک سيکټر كښې مشاهده كېږي كومه چې په حکومتي اصلاحات او قوي ريګوليټري سپورټ ممكن شوې