انډر 19 اېشيا كپ لپاره قامي كركټ ډله اعلان كړې شوه

لاهور۔2 دسمبر(اے پي پي) د اے سي سي انډر 19 ايشيا كپ لپاره د قامي لوب ډلې او د قيادت اعلان وكړے شو۔ د قامي ډلې مشري به فرحان يوسف كوي۔ ټورنامنټ به د 12 نه تر 21 دسمبر دبئ كښې كېږي ۔ په ايونټ كښې پاكستان په ګروب اے كښې ساتلے شوے چرته چې هند كوالېفائر 1 او كوالېفائر 3 سره برخه اخلي۔ پاكستان به خپل وړومبے مېچ په …

لاهور۔2 دسمبر(اے پي پي) د اے سي سي انډر 19 ايشيا كپ لپاره د قامي لوب ډلې او د قيادت اعلان وكړے شو۔ د قامي ډلې مشري به فرحان يوسف كوي۔ ټورنامنټ به د 12 نه تر 21 دسمبر دبئ كښې كېږي ۔ په ايونټ كښې پاكستان په ګروب اے كښې ساتلے شوے چرته چې هند كوالېفائر 1 او كوالېفائر 3 سره برخه اخلي۔ پاكستان به خپل وړومبے مېچ په 12 دسمبر به سېونز ستېډيم كښې د كالېفائر 3 خلاف كوي۔ دويم مېچ به د هند خلاف په 14 دسمبر آئي سي سي اكيډيمي كښې كوي او دغسې درېم مېچ به د كوالېفائر1 په ضد په 16 دسمبر كېږي۔ سيمي فائنل فائنل به په 19 دسمبر او فائنل به به 21 دسمېر كېږي۔قامي ډله كښې د نائب كپتان ذمه واري عثمان خان ته سپارلې شوې او په نورو لوبغاړو كښې عبدالسبحان ٬ احمد حسېن بلوچ٬ علي رضا٬ دانيال علي خان ٬ حمزه ظهور او خزيفه احسن شامل دي۔دې سره به مومن قمر ٬ محمد حذېفه ٬ محمد صيام ٬ محمد شايان٬ نقاب شفيق او سمير منهاس هم د ډلې برخه وي۔

مزید خبریں