اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د اميونائزېشن كوريج زياتولو لپاره موثر اقدامات باوري كوو٬د روغتيا په څانګه كښې ښه والے زمونږ وړومبې ترجيح ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په جنيوا كښې د ګاوي چيف ايګزيكټو افسرې ډاكټر ثانيه نشتر سره ملاقات په مهال كړې۔دواړو لارښودو د ګاوي بورډ غونډو څخه وړاندې په شريكه حكمت عملۍ د خيالاتو څرګندونه …
د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال جنيوا كښې د ګاوي چيف ايګزيكټو آفسر ډاكټر ثانيه نشتر سره ملاقات
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د اميونائزېشن كوريج زياتولو لپاره موثر اقدامات باوري كوو٬د روغتيا په څانګه كښې ښه والے زمونږ وړومبې ترجيح ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په جنيوا كښې د ګاوي چيف ايګزيكټو افسرې ډاكټر ثانيه نشتر سره ملاقات په مهال كړې۔دواړو لارښودو د ګاوي بورډ غونډو څخه وړاندې په شريكه حكمت عملۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې د پاكستان اميونائزېشن ترجيحات او په روانه مرسته خبرې وشوې۔د روغتيا وفاقي وزير ګاوي سره قوي شراكتداري وستائېله ۔ د ګاوي چيف ايګزيكټو افسر پاكستان كښې حفاظتي ټيكو لپاره روانې هڅې ستائېلو سره ووئېل پاكستان كښې د ويكسين كوريج ښه والي د عزم پخلے كوو۔دغسې د ګاوي او پاكستان ترمينځه سباؤن كښې په مرسته د باور څرګندونه وكړې شوه












