بې بنسټه هندوستاني بيانونه په سندور كښې په ماتې خوړولو د اولسي غم او غصې تحليل كولو لپاره دي ٬ مونږ په حقه يوو او حق تل بريالے وي : ډي جي آئي ايس پي آر

پېنډۍ ۔29 نومبر(اے پی پی) ډی جی آئی اېس پی آر وئيلي دي چې په هندوستان كښې اجاره داري د خود فريبي سوچ لرونكې مشرتابه ده۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډي جي آئي اېس پي آر وئيلي چې د انډین آرمی چیف دا بيان چې مونږ په آپرېشن سندور كښې يو ټرېلر وښودلو د خود فرېبۍ سوچ عكاسي كوي۔ په كوم ټرېلر …

پېنډۍ ۔29 نومبر(اے پی پی) ډی جی آئی اېس پی آر وئيلي دي چې په هندوستان كښې اجاره داري د خود فريبي سوچ لرونكې مشرتابه ده۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډي جي آئي اېس پي آر وئيلي چې د انډین آرمی چیف دا بيان چې مونږ په آپرېشن سندور كښې يو ټرېلر وښودلو د خود فرېبۍ سوچ عكاسي كوي۔ په كوم ټرېلر كښې چې 6 الوتكې نسكورې شي ٬ په 26 ځايونو بريدونه وشي او د اېس۔400 بېټرۍ تباه شي نو په داسې ټرېلر مشتمل فلم به دوئي لپاره هارر فلم جوړ شي٬ بې بنسټه هندوستاني بيانونه په سندور كښې په ماتې خوړولو د اولسي غم او غصې تحليل كولو لپاره دي٬ كوم هم هېواد كه افغان طالبان رجيم ته پوځ سامان وركوي نو دا به د ترهګرو لاسونو ته ځي۔ ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل د پاكستاني رياست او د دې د ادارو په ضد د زهرجنې بيانيې جوړونكو اېكس اكاؤنټس بهر هېوادونو څخه چلېږي۔ پاكستان څخه بهر د دې ځايې په سياست او نورو چارو كښې د زهر ګډولو هڅې كيږي۔ بهر هېوادونو څخه آپرېټ كېدونكي د سوشل ميډيا اكاؤنټس هره ګھړۍ د پاكستان په ضد بيانيه جوړولو كښې بوخت دي۔ د ټولو حكومتونو او سياسي ګوندونو په دې اتفاق دے چې د ترهګرۍ حل به نېشنل اېكشن پلان كښې دے۔ دې پلان ته عملي شكل وركولو له په بلوچستان كښې يو كوټلے نظام وضع كړے شوے دے او په خېبر پښتونخوا كښې د دې كمې ليدلې شي۔ د ایرانی ډیزل قاچاق د غېر قانوني سپېكټرم تر ټولو لويو سببونو كښې يو دے۔ په دې مد كښې ترلاسه كېدونكے رقم ترهګرۍ ته وده وركولو له كارولې شي۔ د ایرانی ډیزل په قاچاق د آرمي ٬ اېف سي او صوبائي حكومت كرېك ډاؤن سره دا د روزانه په بنياد 20.5 ملین لیټر ډیزل څخه كمېدو سره 2.7 ملین لېټر ته راغلے دے۔ د نېشنل اېکشن پلان عملي كولو له امله د بلوچستان 27 ضلعې د پوليس د اختيار دائره كښې راوستلې شوې دي كومه چې د بلوچستان 86 فیصد برخه ده۔ په بلوچستان كښې صوبائي حكومت او امنيتي ځواكونو ځايي خلكو سره پرله پسې انګېجمنټ كوي كوم چې د ورځې 140 او د مياشتې 4000 ته رسي او دا بشپړه مثبت اثرات لري۔ د دې حكومتي اقداماتو نه غېر په ترهګرۍ قابو موندل كېدے نه شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې په 25 نومبر ډي جي آئي اېس پي آر مشرانو خبريالانو سره د هېواد سلامتيا سره په اړوندو چارو خپلو خبرو كښې ووئيل 4 نومبر 2025 څخه تر دې دمه د ترهګرۍ په ضد 4910 انټېلی جنس بېسډ آپرېشنز وكړې شول۔ په دې كښې 206 ترهګر ووژل شول۔ د روان كال په مهال په ګرد هېواد كښې 67023 انټېلی جنس بېسډ آپرېشن وكړے شو۔ په خېبر پښتونخوا كښې 12857 او بلوچستان كښې 53309 انټېلی جنس بېسډ آپرېشن وكړے شول۔ د روان كال په مهال په مجموعي توګه 1873 ترهګر ووژل شول په كومو كښې چې 136 افغاني هم شامل دي۔ په باررډر مېنجمنټ د سکیورټی ادارو حوالې سره بې لارې كوؤنكې پروپېګنډا كولې شي۔ پاك افغان پوله په زياتو سختو او ګرانو لارو مشتمل ده۔ په خېبر پښتونخوا كښې پاك افغان پوله په 1229 کلومیټر محيط ده۔ په دې 20 كراسنګ پوائنټس دي۔ په پاک افعان بارډر د پوسټونو ترمينځه فاصله 20 څخه تر 25 كلوميټر هم ده۔ كه 2 څخه تر 5 كلوميټره پس قلعه جوړه كړؤ نو دې لپاره زياتو وسائلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل كه د پولې پورې غاړه څخه د ترهګرو تشكيلونه كيږي يا غير قانوني سمګلنګ او تجارت كيږي نو د هېواد دننه د دې مخنيوې د چا ذمه واري ده؟ ده ووئيل كه په لكھونو نان کسټم پېډ ګاډي ستا په صوبه كښې ګرځي نو ددې مخنيوې به څوك كوي؟ نان کسټم پېډ ګاډي د دې پولیټیکل ټېرر کرائم نېکسز برخه ده كوم چې په ځانمرګې بريدونو كښې كارولې شي۔ ده ووئيل افغانستان سره د دوحه لوظنامې حوالې سره د پاكستان دريځ بېخي ښكاره دے۔ د پاكستان دريځ دا دے چې افغان طالبان رجيم دے د ترهګرو سهولت كاري بنده كړي۔ پاكستان افغان طالبان رجيم څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د تصديق وړ مېكانزم لاندې لوظنامه وكړي۔ د فتنة الخوارج په اړه د طالبان رجيم دعویٰ ده چې هغوي پاكستانيان دي ٬ هجرت يۍ كړې دې٬ زمونږ مېلمانه دي ٬ غېر منطقي ده۔ كه هغه پاكستاني وګړي دي نو بيا يۍ مونږ له راكړۍ ٬ مونږ به هغوي سره ډيل د خپل قانون له مخې وكړؤ۔ دا څنګه مېلمانه دي چې سره د وسلې پاكستان ته راځي؟ د ‏SIGAR رپورټ له مخې امريكائي پوځونو د وتلو په مهال د 7.2 بلین ډالرز امریکائي پوځي سامان په افغانستان كښې پرېښودلې دې۔ افغان رجیم نه يوازې پاكستان بلكې ټولې منطقې او نړۍ لپاره خطر جوړ شوے دے۔ په افغانستان كښې كال 2021 څخه وروستو رياست او حكومت جوړېدل وو كوم چې جوړ نه شوو۔ په دوحه مذاكراتو كښې افغان طالبانو نړيوالې ورورولۍ سره لوظ كړے چې افغان خاوره به ترهګرۍ لپاره كارولې نه شي خو په دغه لوظ تر دې دمه عمل نه دے شوے۔ د افغانستان د 50 فیصد مېرمنو نمائندګي په دې رجيم كښې هېڅ برخه نه لري۔ زمونږ افغانيانو سره هېڅ مسئله نشته ٬ بلكې زمونږ مسئله افغان طالبان رجيم سره ده۔ د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تجارت بندش مسئله زمونږ امنيت او د اولس د ځان او مالي تحفظ سره تړلې ده ۔ زمونږ لپاره د ښه يا بد ترهګر ترمينځه هېڅ فرق نشته ٬ زمونږ په نزد ښه ترهګر هغه دے كوم چې وژلے شوے دے۔ تل حق په باطل غالب كيږي او حق تل بريالے وي۔ د افغان كډوالو عزت سره بېرته د لېږلو عمل لاندې په كال 2024 كښې 366,704 او په كال 2025 971,604 كسان بېرته لېږلې شوي دي۔يوازې په روانه مياشت كښې 239,574 كسان ولېږلې شوو۔

مزید خبریں