د سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايس ډي جيز اچيومنټ پروګرام 49مه غونډه

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير او د سټيئرنګ كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايس ډي جيز اچيومنټ پروګرام 49مه غونډه كښې د پروګرام بيلو چارو جاج واغستے شو او مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار غونډې ته خپله وېنا كښې د ځائي كميونټيز شموليت ضروري …

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير او د سټيئرنګ كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايس ډي جيز اچيومنټ پروګرام 49مه غونډه كښې د پروګرام بيلو چارو جاج واغستے شو او مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار غونډې ته خپله وېنا كښې د ځائي كميونټيز شموليت ضروري ګرځولو سره ووئيل چې د بنيادي ډھانچې ترجيحي منصوبې دې اولسي مشاورت سره په ګوته كړې شي۔ ده زور راوړو چې اېس اے پي فنډز دې بشپړه سپيځلتيا سره اولس خېرښېګړی لپاره وكارولې شي دغسې چې د پرمختيائي هلو ځلو ميوې نيغ په نيغه اولس ته ورسولې شي۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ٬ بين الصوبائي رابطه(آئي پي سي٬مذهبي چارو٬پارليماني چارو وفاقي وزيران٬ د وزيراعظم خاص مرستيال٬د كابينې سېكرټري٬ايچ آر ډي سېكرټري او د صوبائي حكومتونو استاز موجود وو۔