د پی ټی ډی سی په چترال كښې 5 لانچنګ يونټس خېبر پښتونخوا حكومت ته منتقل كړې شوي دي: ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې وادی چترال مشهور سياحتي ځايې دے ٬ د پی ټی ډی سی په وداي چترال كښې 5 لانچنګ يونټس فعال وو خو اوس د اتلم بدلون څخه وروستو دا د خېبر پښتونخوا حكومت ته منتقل كړې شوي دي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنې دمې په مهال د …

اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې وادی چترال مشهور سياحتي ځايې دے ٬ د پی ټی ډی سی په وداي چترال كښې 5 لانچنګ يونټس فعال وو خو اوس د اتلم بدلون څخه وروستو دا د خېبر پښتونخوا حكومت ته منتقل كړې شوي دي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنې دمې په مهال د سېنېټر طلحه محمود د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وادی چترال مشهور سياحتي ځايې دے ٬ د پی ټی ډی سی په وداي چترال كښې 5 لانچنګ يونټس فعال وو خو اوس د اتلسم بدلون څخه وروستو سياحت صوبائي معاملې پاتې شوې ده ځكه دا يونټس د خېبر پښتونخوا حكومت ته منتقل كړې شوي دي۔ پي ټي ډي سي به د ضرورت له مخې سېلګرۍ ته وده وركولو له ټوله ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل مونږ د صوبو ترمينځه تړون ته په وده وركولو كار كوو۔