وفاقي وزير اورنګزيب كھچي په نيشنل لائبريري كښې د انډونيشين بك كارنر پرانسته وكړه

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب كھچي په نيشنل لائبريري كښې د انډونيشين بك كارنر پرانسته كړې كومه چې د پاكستان او انډويزيا ترمېنځه د كلتوري مرستې مضبوطولو پلو يو اهم قدم دے۔ د ستورې په مهال د نيشنل لائبريري آف پاكستان او د نيشنل لائبريري آف انډونيزيا ترمېنځه د مفاهمت په يادداښت (اېم او يو) لاسليك هم وشو۔ په …

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب كھچي په نيشنل لائبريري كښې د انډونيشين بك كارنر پرانسته كړې كومه چې د پاكستان او انډويزيا ترمېنځه د كلتوري مرستې مضبوطولو پلو يو اهم قدم دے۔ د ستورې په مهال د نيشنل لائبريري آف پاكستان او د نيشنل لائبريري آف انډونيزيا ترمېنځه د مفاهمت په يادداښت (اېم او يو) لاسليك هم وشو۔ په دې موقع وفاقي وزير اورنګزيب كھچي ووئيل چې د انډونيشين كارنر پرانسته دې لپاره هم اهمه ده چې دواړه هېوادونه سږ كال د سفارتي اړيكو 75 كاله په ترسره كېدو جشن لمانځي۔ ده ووئيل چې پاكستان او انډونيزيا د شريك احترام، مشتركه اقدارو او كلتور او د تعليم پشمول په نړيوال فورمز د اوږدې مودې مرستې په بنياد قوي رشته لري، انډونيشين كارنر به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رابطو لا قوي كولو ذريعه ثابت شي او د دواړو هېوادونو ادب، كلتور او تر فكري روايات به رسنه وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل د دواړو كتابتونونو ترمېنځه اېم او يو به د كتابونو تبادله، مشتركه كلتوري هلې ځلې، تربيه او تحقيقي اشتراك ته وده وركړي

مزید خبریں