رياض۔ 26 نومبر (اے پي پي) د فټ بال لوبې نامتو نړيوال لوبغاړي كرسټينا رونالډو د خپل واده لپاره چې د جورجينا روډرېګيز سره كېږي د پرتګال تاريخي ښار فونشال كښې د كېتهېډرل انتخاب كړے دے۔ د العربيه تر مخه دا د هغه خپل ښار هم دے۔ 40 كلنه كرسټيانا رونالډو او د 31 كلنه جور جينا په اګست مياشت كښې د خپلې كوېژدن اعلان كړے ؤ كومه چې د …
د فټ بال نامتو لوبغاړي كرسټينا رونالډو د د كاجور جينا روډ رېګيز سره واده لپاره د پرتګال تاريخي ښار فونشال خوښ كړو

مزید خبریں
رياض۔ 26 نومبر (اے پي پي) د فټ بال لوبې نامتو نړيوال لوبغاړي كرسټينا رونالډو د خپل واده لپاره چې د جورجينا روډرېګيز سره كېږي د پرتګال تاريخي ښار فونشال كښې د كېتهېډرل انتخاب كړے دے۔ د العربيه تر مخه دا د هغه خپل ښار هم دے۔ 40 كلنه كرسټيانا رونالډو او د 31 كلنه جور جينا په اګست مياشت كښې د خپلې كوېژدن اعلان كړے ؤ كومه چې د دواړو د 9 كاله تعلق نه پس تر سره شوې ۔ د پرتګال ورځپاڼې “جورنال داماديرا ” تر مخه نامتو لوبغاړي د خپله آبائي جزيره ماديرا د واده لپاره خوښه كړې ده او امكان دے چې د واده دا دستوره د ورلډ كپ 2026 نه پس په ګرمۍ موسم كښې اوشي۔ د پرتګال مېډيا تر مخه د فونشال كيتهډرل د دې ښار تر ټولو زړه عبادت خانه ده او دا په 1514 كښې جوړه شوې وه ۔ د رونالډو او جورجينا ملاقات په كال 2016 كښې شوے ؤ چې كله جورجينا په اسپېن كښې يو سټور كښې كار كولو او رونالډو د مېډرډ لپاره لوبېدلو۔










