باغ 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان د فتوحات دائره تر معاشي ميدان خپرولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلي دي د څلورو ورځو جنګ نه پس د هند پوځ لاس د جنګ نه لاس په سر شو٬ د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير اولس د حق ترلاسه كېدو به پاكستان د كشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي٬ د دانش سكولز …
په دانش سكولونو كښې زده كړه كوٶنكي ماشومان به د پاكستان نامه روښانه كوي٬ د وزيراعظم د آزاد كشمير په هاړي ګهل سيمه كښې د دانش سكول د بنياد تيګه اېښود دستورې ته وېنا، د فتوحات دائره تر معاشي ميدان خپرولو لپاره د عزم څرګندونه
باغ 20 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان د فتوحات دائره تر معاشي ميدان خپرولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلي دي د څلورو ورځو جنګ نه پس د هند پوځ لاس د جنګ نه لاس په سر شو٬ د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير اولس د حق ترلاسه كېدو به پاكستان د كشميريانو اخلاقي، سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي٬ د دانش سكولز څخه فارغ التحصيل د عامو كورنيو زده كوٶنكي (هلكان او جينكۍ) انجينئرز، ډاكټرز جوړېدو سره د هېواد نامه روښانه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د آزاد كشمير د ضلع باغ په هاړي ګهل سيمه كښې د دانش سكول د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د آزاد كشمير وزيراعظم فيصل ممتاز راټھور، وفاقي وزيران انجينئر امير مقام، احسن اقبال، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان سره سره د سيمې مشران هم موجود وو۔ ده ووئيل په باغ م كښې د باغ دانش سكول د بنياد په تيګه په اېښودو خوشحالي محسوسوم، دا ھغه دانش ګاه ده د كوم سفر چې مونږ د پنجاب نه پېل كړے ٶ٬ نن ګرد پاكستان كښې دا د دانش ځايونه شپه او ورځ د تعمير او ترقۍ د لارې خپرېږي، ده ووئېل په بھمبر كښې د دانش سكول 35 فيصده كار بشپړ شوے او د تعليم څانګې ته په باغ كښې د دانش سكول په 23 مارچ كال 2026 د پرانستې امر شوے دے، د دانش سكول دائره كار به تر وادي نيلم خپرولې شي۔ وزيراعظم ووئيل نوې ټاكلے وزيراعظم فارورډ كهوټه كښې د دانش سكول جوړولو مطالبه كړې ده٬ د دوي په خوښه د فارورډ كهوټه لپاره د ډالۍ په توګه د دانش سكول اعلان كوم۔ وزيراعظم ووئيل دانش سكول د پاكستان د تعليم نوموړو ادارو سره سم دے٬ دلته د بې وځله كورنيو ماشومان بهترين تعليمي سهولتونه لري، په ميرټ وړيا او بهترين تعليم وركړے كېږي۔وزيراعظم ووئيل د دانش سكولونو چې كوم خوب ما ليدلے ٶ د ھغې د رښتيا كېدو وخت راغلے ٬ اولس ته دا ډول تعليمي سهولتونه وركول د علامه اقبال او قائداعظم وژن ٶ٫ ده ووئيل د دانش سكولز څخه فارغ التحصيل د عامو كورنيو زده كوٶنكي (هلكان او جينكۍ) هم انجينئرز، ډاكټرز جوړېدو سره د هېواد نامه روښانه كوي٬ د كيمبرج په څېر ادارو كښې هم دا ماشومان اعليٰ تعليم ترلاسه كوي او د هېواد نامه روښانه كوي۔ وزيراعظم د امريكائي كانګريس د اوسني رپورټ هركلے وكړو چې پكښې د پاك وهند په جنګ كښې د پاكستان لخوا هند ته رسا ځواب وركړے شوے۔ وزيراعظم ووئيل ډونلډ ټرمپ هم بيا بيا د هندي الوتكو رانسكورولو تذكر كړې٬ پاكستان ته چې كوم عزت ترلاسه شو٬ دا زمونږ د مېړنو ځوانانو او د بازانو د غوره كاركردګۍ په سبب ترلاسه شو، ده ووئېل زمونږ زمكيز پوځِ په هند د الفتح ميزائل توغولو سره په څلورو ورځو كښې هند هېنډز آف كولو ته مجبور كړو ، فيلډ مارشل سيد عاصم منير او سياسي او د عسكري قيادت په مشاورت مونږ د ېرې نه غېر پرېكړې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ د زړه ورتيا او فتوهات په سبب په نړۍ كښې د پاكستان عزت زيات شوے۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د عسكري او جنګي صلاحيتونو نه وروستو اوس په معاشي ميدان كښې هم د فتوحات دائره خپره كړې ده كومو لپاره چې حكومت شپه او ورځ محنت كوي٬ ده ووئېل كوم قامونه چې په معاشي توګه ترقي نشي كولې ھغوي نه كاميابيږي۔ وزيراعظم ووئيل يو ورځ به راځي چې د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې به اولس ته د دوي حق ترلاسه شي او د دوي ماشومان به هم په دانش سكولونو كښې زده كړې وكړي۔ ده د پاكستان او آزاد كشمير قيادت پشمول د كميټۍ په پرېكړو د عملدرامد باوري كولو سره ووئيل د آزاد كشمير وزيراعظم به د ګورننس مثالي معيار قائم كړي او د آزاد كشمير اولس ته دې غوره سهولتونه وركړي۔ د دې نه وړاندې د آزاد كشمير وزيراعظم فيصل ممتاز راټھور د دانش سكولونو دائره آزاد تر كشمير په پراخه كولو د د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه۔












