پېنډي 20 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په درېو بېلو سيمو كښې د كاروائيو په مهال 7 فتنه الخوارج ترهګر وژلي دي ۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې امنيتي ځواكونو په درېو جلا جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج څخه تعلق لرونكي اووه ترهګر وژلي٬ د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو په …
امنيتي ځواكونو په درېو بېلو كاروائيو كښې 7 فتنه الخوارج ترهګر ووژل
پېنډي 20 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په درېو بېلو سيمو كښې د كاروائيو په مهال 7 فتنه الخوارج ترهګر وژلي دي ۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې امنيتي ځواكونو په درېو جلا جلا كاروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج څخه تعلق لرونكي اووه ترهګر وژلي٬ د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو په ضلع مومند كښې په انټيلي جنس بېسډ عمليات وكړل٬ د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د خوارجو ژالې په موثره توګه په نښه كړې او د ډزو د تبادلې نه وروستو څلور خوارج ووژل شول٬ دغسې په ضلع لكي مروت كښې په استخباراتي بنياد د عملياتو په مهال خوراجو سره د ډزو په تبادله كښې دوه خوراج ووژل شول ٬ د دې نه علاوه په ضلع ټانك كښې په درېمه كاروائۍ كښې امنيتي ځواكونو يو بل خوارج وژلو۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوٶنكې ادارې د عزم استحكام وژن له مخې د هر ډول هندي پراكسي خوارجو خاتمې لپاره اپرېشن روان ساتلے دے دغسې چې كورنۍ او غېر ملكي ملاتړ لرونكو ترهګرو د خطر خاتمه وكړي۔












