اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې كله چې پمز روغتون جوړ شو نو هغه وخت آبادي 20 فيصده كمه وه٬نن آبادي څو چنده زياته شوې ده٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير څخه په لويه شمېره خلق علاج لپاره راځي٬پخوانۍ ايمرجنسي كښې يوازې د 36 كټونو سهولت ؤ ٬ اوس په 6 نيم اربه روپ جوړ كړې نوې ايمرجنسي كښې 177 …
كله چې پمز روغتون جوړ شو نو هغه وخت آبادي 20 فيصد كمه وه٬نن آبادي څو چنده زياته شوې ۔د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې كله چې پمز روغتون جوړ شو نو هغه وخت آبادي 20 فيصده كمه وه٬نن آبادي څو چنده زياته شوې ده٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير څخه په لويه شمېره خلق علاج لپاره راځي٬پخوانۍ ايمرجنسي كښې يوازې د 36 كټونو سهولت ؤ ٬ اوس په 6 نيم اربه روپ جوړ كړې نوې ايمرجنسي كښې 177 كټونه او 4 آپرېشن تهيټرز موجود دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پمز روغتون كښې د 200 كټونو نوې څانګې ايكسيډنټ اينډ ايمرجنسي دورې په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې وكړه ۔په دې موقع د پمز روغتون ايګزيكټو ډائرېكټر ډاكټر رانا عمران اسكنندر او نور غړو وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال ووئېل د 18م آئين بدلون له مخې د روغتيا څانګې صوبو ته منتقل كړې شوي٬صحت او تعليم صوبو سره دے او صوبو سره پاتې كېدل پكار دي٬پاپوليشن وزارت او قامي نصاب وفاق ته د راوړلو په تجويز خبرې شوي٬ ده ووئېل د كونسلر او منتخب استازو كار د كوڅو صفائي٬پاكې اوبه وركول او ځايې د صحت نظام سمول دي۔ده ووئيل مونږ له به په كوټلو بنيادونو د ځايې حكومتونو يو داسې نظام جوړول وي كوم چې خلق د رنځونو څخه ساتلې شي۔












