اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د اسلامي يو والي لوبو كښې ارشد نديم ته د سرو زرو او محمد ياسر ته په سلور ميډال ګټلو پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د زيارت په ورځ په خپل پیغام كښې ده د اسلامي يو والي لوبو كښې د پاكستان جيولن لوبغاړو له په كاركردګۍ مباركي وركړه او د ارشد نديم په ګولډ او د …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق لوبغاړي ارشد نديم ته په ګولډ او محمد ياسر ته په سلور ميډال ګټلو پيرزوئنې وړاندې كړی
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د اسلامي يو والي لوبو كښې ارشد نديم ته د سرو زرو او محمد ياسر ته په سلور ميډال ګټلو پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د زيارت په ورځ په خپل پیغام كښې ده د اسلامي يو والي لوبو كښې د پاكستان جيولن لوبغاړو له په كاركردګۍ مباركي وركړه او د ارشد نديم په ګولډ او د محمد ياسر په سلور ميډال ګټلو يې د هغوي د صلاحيتونو او محنت ستائنه وكړه ۔ده ووئيل پاكستاني جيولن اتهليټس نړيوالو مقابلو كښې د هېواد عزت زياتوي٬ارشد نديم او محمد ياسر په محنت او جذبې سره د قام سر په وياړ هسك كړے۔ده ووئيل د لوبغاړو او كوچز پرله پسې هلو ځلو پاكستان ته ځانګړې مقام وركړے٬ مختلف نړيوال ايونټس كښې د پاكستانو لوبغاړو ښه كاركردګي د وياړ سبب ده ٬ ده ووئېل حكومت په هېواد كښې د لوبو ودې او ځوانانو ښو آسانيو لپاره هڅې كوي












