د اطلاعات وفاقي وزير وزير عطاء تارړ سره د سري لنکا د ځوانانو چارو او د لوبو نائب وزير سوګاتھ تھلا کراتھنے وليدل

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره د سري لنکا د ځوانانو چارو او لوبو لپاره نائب وزير سوګاتھ تھلا کراتھنے ليدلي دي ٬ په دې موقع د سري لنکا هائي کمشنر رئير ايډمرل فريډ سينويراتھنے، ډپټي هائي کمشنر کرسټي روبن او منسټر قونصلر (ډيفنس) بريګيډيئر جي اے کے آر ګنارتنے هم دوي سره وو۔ په ملاقات كښې د كركټ ودې٬ …

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره د سري لنکا د ځوانانو چارو او لوبو لپاره نائب وزير سوګاتھ تھلا کراتھنے ليدلي دي ٬ په دې موقع د سري لنکا هائي کمشنر رئير ايډمرل فريډ سينويراتھنے، ډپټي هائي کمشنر کرسټي روبن او منسټر قونصلر (ډيفنس) بريګيډيئر جي اے کے آر ګنارتنے هم دوي سره وو۔ په ملاقات كښې د كركټ ودې٬ د لوبو په شريكه مرسته او په دوه اړخيزه روابطو تفصيلي خبرې وشوې٬ دواړو هېوادونو لوبې په اولسي كچه د رابطو د ودې موثره ذريعې ګرځولو سره په دې څانګه كښې د همكارۍ عمل ته لا پراختيا وركولو له اتفاق وكړو۔