په ټولنه كښې د زغم او تحمل كلتور ودې ته اړتيا ده٬ د محمد ۖ اسوه حسنه زمونږ لپاره د ژوند لويه سرمايه ده٬ زغم او رواداري د پاكستان جوړولو بنياد دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د برداشت نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته وېنا

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ټولنه كښې د زغم او تحمل كلتور ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د محمدۖ اسوه حسنه زمونږ لپاره د ژوند لويه سرمايه ده٬ زغم او رواداري د پاكستان جوړولو بنياد دے، په تحريك آزادۍ كښې د اقليتونو پشمول د ژوند د هرې طبقې خلق شامل وو، لوي څښتن پاكستان يو عظيم هېواد جوړ …

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ټولنه كښې د زغم او تحمل كلتور ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د محمدۖ اسوه حسنه زمونږ لپاره د ژوند لويه سرمايه ده٬ زغم او رواداري د پاكستان جوړولو بنياد دے، په تحريك آزادۍ كښې د اقليتونو پشمول د ژوند د هرې طبقې خلق شامل وو، لوي څښتن پاكستان يو عظيم هېواد جوړ كړے چې پكښې د ټولو مكتبه فكر او ټولو مذهبونو پېروكار په امن او سكون سره ژوند كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د برداشت نړيوالې ورځ په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزيران٬ پارلماني غړي او نور نوموړي شخصيات هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د زغم او روادارۍ په اړه دستوره خوشبينه ده، برداشت او رواداري د پاكستان جوړېدو بنياد دے، د قائداعظم په عظيم قيادت كښې د لكهونو په شمېر مسلمانانو قربانيو سره پاكستان وجود موندلے٬ د آزادۍ په تحريك كښې اولس، وکيلان، ډاکټرز، انجينئرز،علماء او د اقليتونو پشمول د ژوند هرې طبقې خلق شامل وو، ده ووئېل د پاكستان جوړېدو نه درې ورځې وړاندې په 11م اګست قائداعظم په تقرير كښې ھغه فلسفه بيان كړې چې مونږ به داسې پاكستان جوړوٶ چرته چې به بردباري، تحمل او زغم ته وده ترلاسه وي، د ټولو مذهبونو پيروکار ته به د خپل مذهبي عقائدو له مخې د عبادت بشپړه آزادي وي او مونږ به خپل مېنځ كښې همغږۍ او برداشت ته وده وركوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې د نبي کريمۖ اسوه حسنه زمونږ د ژوند لويه سرمايه ده٬ په طائف كښې مخالفينو په خوږ نبي كاڼي ورول خو په ځواب كښې يې نبي کريمۖ چې كوم ارشاد فرمائيلې ھغه به تر قيامته محفوظ وي٬ ھغه يو داسې پېغام ٶ چې ورسره تحمل زغم ته وده ترلاسه كېږي٬ نبي پاكۖ د برداشت او رواداري مکمل پيکر ٶ٬ د محمدۖ تعليمات په امن او ورورولۍ اډانه دي٬ ده ووئېل صلح حديبيه هم د دې يو عظيم مثال دے٬ كله چې مكه فتح كړې شوه نو د محمدۖ بدترين مخالفينو نه هم وئيل چې واقعي رښتنے نبيۖ يې ٬ مونږ نه غلطي شوې، تحمل برداشت، ورورلي او شريكو اړيكو ته وده وركول د محمدۖ پېغام دومره قوي ٶ چې زمونږ سوچ او زمونږ د سردارۍ نظام د هغې په وړاندې هېڅ نه ٶ۔ وزيراعظم ووئيل نن بيا وخت راغلے دے چې مونږ اسلامي تعليمات ته وده وركړو، د ټولو مذهبونو او د حضرت عيسي عليه السلام تعليمات د امن، ورورولۍ او د شريكو اړيكو ته د ودې وركولو درس وركوي۔ ده ووئيل د تحمل او برداشت اقدارو ته كه مونږ وده وركړه نو د پاکستان ټولنه به بيا پخپلو پښو اودرېږي٬ لوي څښتن پاكستان يو عظيم هېواد جوړ كړے چې پكښې د ټولو مكتبه فكر او ټولو مذهبونو پېروكار په امن او سكون سره ژوند كوي٬ ده ووئېل راځئ چې نن مونږ لوظ وكړو او په عملي مېدان كښې د دې ثبوت وړاندې كړو۔ په دې موقع د يو اېن ډي پي د پاکستان ريزيډنټ نمائنده ډاکټر سيموئل رزك وېډيو پېغام هم واورولے شو او نوموړې سندرغاړې اريب اظهر صوفيانه کلام وړاندې كړو