د شاهين شاه آفريدي لخوا د سري لنكا او زمبابوے لوبډلو په درناوي كښې د ماسخوتن ميلمستيا

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د پاکستان د ون ډے كركټ لوبډلې كپتان شاهین شاه آفریدي د سریلانکا او زمبابوې د لوبډلو په درناوي كښې د ماښام ډوډۍ کوربه توب وکړو۔ دلته د خپرې شوې اعلامیې له مخې د مېلمستيا دستوره كښې د ملي یو ورځنیو او شل اوریزو لوبډلو سكواډ سره سره د دوره كوؤنكو ډلو لوبغاړو هم ګډون وكړو۔ په ډوډۍ كښې مېلمنو ته د پاکستان بېل بېل ډول …

اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د پاکستان د ون ډے كركټ لوبډلې كپتان شاهین شاه آفریدي د سریلانکا او زمبابوې د لوبډلو په درناوي كښې د ماښام ډوډۍ کوربه توب وکړو۔ دلته د خپرې شوې اعلامیې له مخې د مېلمستيا دستوره كښې د ملي یو ورځنیو او شل اوریزو لوبډلو سكواډ سره سره د دوره كوؤنكو ډلو لوبغاړو هم ګډون وكړو۔ په ډوډۍ كښې مېلمنو ته د پاکستان بېل بېل ډول خوراكونه وړاندې كړې شول چې لوبغاړو یې په بشپړه توګه خوند واخیست۔ د سریلانکا او زمبابوې لوبغاړو د ځایی خوراكونو او میلمه پالنې ستاینه وکړه۔ دوئي په دې مهال غېر رسمي بحثونو كښې برخه هم واخيسته۔ دوره كوؤنكو لوبغاړو په تود هركلي او مېلمه پالنه د پاكستان كركټ بورډ او شاهين شاه آفريد مننه وكړه۔

مزید خبریں