پینډي 12 نومبر(اے پي پي) د پاكستان او سري لنكا ترمينځه دوهم يو ورځنې مېچ (سبا)د زيارت په ورځ پینډۍ سټېډيم كښې كيږي ۔قومي لوبډلې ته په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده٬د پاكستان لوب ډلې مشري به فاسټ باؤلر شاهين شاه آفريدي او د سري لنكا لوبډلې چاريته اسلانكا كوي۔ مېچ به د ځايې وخت له مخې ماسپخين يوه نيمه بجه پېل كېږي۔د سيريز درېم او وروستنې يو …
د پاكستان او سري لنكا ترمينځه دوهم يو ورځنې ميچ (سبا) كيږي

مزید خبریں
پینډي 12 نومبر(اے پي پي) د پاكستان او سري لنكا ترمينځه دوهم يو ورځنې مېچ (سبا)د زيارت په ورځ پینډۍ سټېډيم كښې كيږي ۔قومي لوبډلې ته په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده٬د پاكستان لوب ډلې مشري به فاسټ باؤلر شاهين شاه آفريدي او د سري لنكا لوبډلې چاريته اسلانكا كوي۔ مېچ به د ځايې وخت له مخې ماسپخين يوه نيمه بجه پېل كېږي۔د سيريز درېم او وروستنې يو ورځنې ميچ به هم په دې مقام د نومبر په 15 نيټه كيږي۔د پیڼډۍ پوليس لخوا د دوهم يو ورځني ميچ په موقع فول پروف امنيتي او ټرافيكي انتظامات بشپړ كړې شوې دي٬د پوليس وياند له مخې امنيت ټينګ ساتلو له 5500 څخه زيات پوليس افسران او اهلكار تعينات كړې شوې دي دغسې 350 څخه زيات ټرافېك وارډنز او افسران د ټرافېك بهير روان ساتلو له خپله وظيفه ترسره كوي۔










