فیصل آباد۔ 08 نومبر (اے پی پی) پاکستانۍ كركټ لوبډلې سوئيلي افريقا ته پريكنده يو ورځني ميچ كښې ماتې وركولو سره د درې ميچونو سيريز 1-2 سره په خپل نوم كړے دے۔ ګرين شرټس د 144 رنز هفد په 26 م اوور كښې د 3 وكټونو په يان ترلاسه كرو۔ صائم ایوب 77 رنز جوړ كرل او د مېچ په ګټلو كښې يۍ مهم كردار ترسره كرو۔ ابرار احمد د …
پاکستانۍ كركټ لوبډلې سوئيلي افريقا ته پريكنده يو ورځني ميچ كښې ماتې وركولو سره د درې ميچونو سيريز 1-2 سره په خپل نوم كړو

مزید خبریں
فیصل آباد۔ 08 نومبر (اے پی پی) پاکستانۍ كركټ لوبډلې سوئيلي افريقا ته پريكنده يو ورځني ميچ كښې ماتې وركولو سره د درې ميچونو سيريز 1-2 سره په خپل نوم كړے دے۔ ګرين شرټس د 144 رنز هفد په 26 م اوور كښې د 3 وكټونو په يان ترلاسه كرو۔ صائم ایوب 77 رنز جوړ كرل او د مېچ په ګټلو كښې يۍ مهم كردار ترسره كرو۔ ابرار احمد د مېچ او کوئنټن ډی کوک د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د خالي په ورځ په اقبال سټېډیم فېصل آباد كښې دريم او پرېكنده مېچ كښې د سوئيلي افريقا كپتان ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه كومه چې ناسمه ثابت شوه۔ د سوئيلي افريقا ټوله لوبډله په 38 م اوور كښې په 143 رنز اؤټ شوه۔د پاكستان لخوا ابرابر احمد ښه باؤلنګ كولو سره څلور ٬ شاهين شاه آفريدي ٬ سلمان علي او اېم نواز دوه دوه وكټې ترلاسه كړې۔ په ځواب كښې پاكستان د 144 رنز هدف په 26 م اوورز كښې د درې لوبغاړو په زيان ترسره كړو۔ بابر اعظم 27 ٬ صائم ايوب 77 او رضوان 32 رنز جوړ كړل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې څخه وړاندې پاكستان او سوئيلي افريقا ترمينځه د درې مېچونو ټي ټونټي سيريز كښې پاكستان د يو په مقابله كښې دووه سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔










