د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزارت د افغان ميډيا پاكستان مخالف جعلي او بې لارې كوونكي خبرونه په ډاګه كړل ٬ د مودي په لمسه په پاكستان مخالف پراپيګنډا كښې وړاندې كړې شوې د افغان ميډيا دروغ هم ښكاره شوو

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزارت د افغان ميډيا پاكستان مخالف جعلي او بې لارې كوونكي خبرونه ښكاره كړي دي٬ په فرېب اډانه افغان سوشل ميډيا اكاؤنټس په پاك پوځ د جوماتونو د بې حرمتۍ بې بنسټه تور ولګولو۔ د تفصيلات له مخې افغان سوشل ميډيا بې بنسټه ادعا كړې چې پاك پوځ د جومات او قرآن مجيد بې حرمتي كړې٬ د افغان اكاؤنټ لخوا په …

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزارت د افغان ميډيا پاكستان مخالف جعلي او بې لارې كوونكي خبرونه ښكاره كړي دي٬ په فرېب اډانه افغان سوشل ميډيا اكاؤنټس په پاك پوځ د جوماتونو د بې حرمتۍ بې بنسټه تور ولګولو۔ د تفصيلات له مخې افغان سوشل ميډيا بې بنسټه ادعا كړې چې پاك پوځ د جومات او قرآن مجيد بې حرمتي كړې٬ د افغان اكاؤنټ لخوا په وېډيو كښې په پوځي اهلكارو په جوماتونو كښې د سپو كارولو بې بنسټه تور ولګولے شو۔ د پاكستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت بې بنياده دروغ په ډاګه كولو سره وئيلي چې پاكستانۍ يا نړيوالې ميډيا د جومات يا د قرآن پاك د بې حرمتۍ تصديق نه دے كړے۔ افغان اكاؤنټس پرله پسې پاكستان مخالف مواد خپرولو سره د مذهبي جذباتو پارولو هڅې كوي۔ د سوشل میډیا ویریفیکېشن ټول له مخې وائرل وېډيو د حقيقي فوټېج په بنياد نه بلكې د اے آئي د لارې تياره كړې شوې ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت له مخې د دروغو كمپائن پېل يو سياسي بيان سره وشو كوم چې افغان اكاؤنټس زياتولو سره وړاندې كړو۔ اولسي غبرګون څخه وروستو 14 ساعته پس افغان اکاؤنټ اعتراف وكړو چې دا وېډيو د اے آئي د لارې تياره كړې شوې وه۔ د اطلاعاتو وزارت له مخې افغان اكاؤنټس د جعلي معلوماتو په بنياد مذهبي جذبات سياسي مقصدونو لپاره كاروي٬ هند او افغانستان د جعلي موادو د لارې د پاك پوځ او رياستي ادارو امېج ته د زيان رسولو هڅې كوي٬ د پاكستان او پاك پوځ په ضد منفي پروپېګنډا كمپائن د هندي او افغان ميډيا عادت جوړ شوے دے۔