اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي صدر مملکت آصف علي زرداري د 3 نه تر 6 نومبر په دوحه كښې د قطر په كوربتوب كښې د سماجي پرمختګ د نړيوالو مشرانو په غونډه كښې ګډون كړے۔ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل صدر مملکت د مشرانو غونډه كښې د خپلې وېنا په مهال د جمو …
صدر مملکت آصف علي زرداري د 3 نه تر 6 نومبر په دوحه كښې د سماجي پرمختګ د نړيوالو مشرانو غونډه كښې ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي صدر مملکت آصف علي زرداري د 3 نه تر 6 نومبر په دوحه كښې د قطر په كوربتوب كښې د سماجي پرمختګ د نړيوالو مشرانو په غونډه كښې ګډون كړے۔ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل صدر مملکت د مشرانو غونډه كښې د خپلې وېنا په مهال د جمو و کشمير شخړې او د کشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو په اړين ضرورت رڼا اچولې۔ ده ووئيل صدر مملکت په دې خبره زور راوړے چې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د څو لسيزو راهسې اولس د هند په رياستي سرپرستۍ كښې ترهګرۍ سره مخ دے۔ وياند زياته كړه چې صدر مملکت د هند لخوا د سندھ طاس تړون د خلاف ورزۍ په معامله هم خبرې كړې، هند قصداً د نړيوال قوانين خلاف ورزۍ كوي كومې چې سيمه ايز استحكام لپاره نېغ په نېغه خطر او دې عمل څخه د لكهونو په شمېر پاكستانيان د اوبو حق څخه محروم كړې شوي چې ورسره د پاكستان خپلواكۍ ته زيان رسېدلے او اولس او معيشت ته خطر رامخې ته شوے۔ وياند ووئيل صدر مملکت په فلسطين د اسرائيلي جارحيت هم غندنه كړې ده










