اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په استنبول كښې د يوې غونډې په مهال د عرب اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو سره په غزه كښې تل پاتي امن لپاره د امن منصوبه مخ په وړاندې بوتللو غور كړے دے٬ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل پاكستان د غزه …
پاكستان د غزه امن منصوبې برخه جوړېدونكے په اته عرب اسلامي هېوادونو كښې يو دے۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په استنبول كښې د يوې غونډې په مهال د عرب اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو سره په غزه كښې تل پاتي امن لپاره د امن منصوبه مخ په وړاندې بوتللو غور كړے دے٬ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل پاكستان د غزه امن منصوبې برخې په توګه په اته عرب اسلامي هېوادونو كښې يو دے او پاكستان دې اقدام سره تړلے ٶ چې په نتيجه كښې ئې په شرم الشېخ كښې د غزه په امن تړون لاسليك شوے۔ وياند ووئيل دې مشرانو فلسطينيانو لپاره د سمدستي بشري مرستې غوښتنه او د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ د خلاف ورزو غندنه كړې ده۔ وياند ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د قراردادونو له مخې د كال 1967 نه وړاندې پولو او القدس شريف د پايه تخت په توګه د يو آزاد٬ عمل وړ او پېوست فلسطيني رياست جوړولو لپاره د خپل اصولي درېځ توثيق كړے دے










