اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي استنبول كښې افغان طالبان سره په خبرو كښې د پاکستاني پلاوي په شواهدو اډانه جائز او منطقي غوښتنې ثالثانو ته سپارلې دي چې يوازنے مقصد ئې د پولې پورې اړخ ته د ترهګرۍ خاتمه كول دي۔ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل د افغان طالبانو حکومت سره د پاکستان …
استنبول كښې افغان طالبان سره په خبرو كښې د پاکستان پلاوي په شواهدو اډانه جائز او منطقي غوښتنې ثالثانو ته وسپارلې۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي استنبول كښې افغان طالبان سره په خبرو كښې د پاکستاني پلاوي په شواهدو اډانه جائز او منطقي غوښتنې ثالثانو ته سپارلې دي چې يوازنے مقصد ئې د پولې پورې اړخ ته د ترهګرۍ خاتمه كول دي۔ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياند ووئيل د افغان طالبانو حکومت سره د پاکستان پلاوي خبرې په استنبول كښې د ثالثانو په موجودګۍ او ګډون كښې پېل شوي۔ ده ووئيل ثالثانو زمونږ لخوا د وركرے شوو شواهدو سره سره د نړيوال قانون او اصولو په بنياد د پاكستان د موقف بشپړ تائيد كړے۔ وياند ووئيل ثالث د افغان طالبانو پلاوي سره د پاکستان په مطالبات خبرې كوي۔ وياند زياته كړه چه په سوشل ميډيا هر ډول نور معلومات په خاص توګه د افغان هينډلرز او افغان اکاٶنټس لخوا خپرېدونكې معلومات يا خو ګنګوسۍ دي يا قصداً غلط معلومات دي۔ وياند ووئيل موںږ دا خواست كوو چې دا ډول ناسم معلومات دې نظر انداز كړے شي۔












