اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري جکارته كښې د سکول جومات كښې په چاٶدنه د غم دړد څرګندونې كولو سره وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ او انتها پسندۍ په ضد نړيوالو هلو ځلو كښې انډونيزيا سره ولاړ دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د پاکستان قام د ترهګرۍ په ضد بلها …
صدر آصف علي زرداري جكارته كښې د سکول په جومات كښې په چاٶدنه د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري جکارته كښې د سکول جومات كښې په چاٶدنه د غم دړد څرګندونې كولو سره وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ او انتها پسندۍ په ضد نړيوالو هلو ځلو كښې انډونيزيا سره ولاړ دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د پاکستان قام د ترهګرۍ په ضد بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په سبب زما ژوند سخت ځپلے شوے خو كله مې همت نه دې بېللے۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان د ترهګرۍ او انتها پسندۍ په ضد نړيوالو هلو ځلو كښې انډونيزيا سره ولاړ دے ٬ صدر په دې موقع په چاٶدنه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه










