اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام عليوف په بلنه د آذربائيجان د بريا ورځې پنځمه سالګره كښې ګډون لپاره باكو ته روان شو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم د وزيراعظم سره دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات كوي …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان د بريا ورځې پنځمې سالګره كښې ګډون لپاره باكو ته روان شو

مزید خبریں
اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان صدر الهام عليوف په بلنه د آذربائيجان د بريا ورځې پنځمه سالګره كښې ګډون لپاره باكو ته روان شو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم د وزيراعظم سره دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات كوي چې پكښې به د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اغستو نه علاوه تجارت او سرمايه كارۍ٬توان٬دفاع٬تعليم او د سيمه ايزو رابطو پشمول بيلو څانګو كښې د مرستې نوو لارو لټولو ته پام لرنه كولې شي ۔ پاكستان او آذربائيجان په شريكه عقيده ٬تاريخ٬كلتور او باور اډانه ۔ړې اړېكې لري ۔دواړه هېوادونه د سيمه ايزو او نړيوالو فورمز پشمول د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)او په ملګرو ملتونو كښې هم نزدې مرسته لري ۔د وزيراعظم دوره د آذربائيجان خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاكستان په ثابت قدمۍ د مرستې او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د سټريټجك شراكتدارۍ لا مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے دے










