اسلام آباد۔07 نومبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه نېغ په نېغه پروازونه به ډېر زر پېل شي۔ دوه نجي كمپنيو ته د نېغ په نېغه پروازونو بنګله دېش اجازه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د انجم عقيل د پوښتنې په ځواب كښې ده ايوان ته ووئيل …
د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه نيغ په نيغه پروازونه به ډير زر پيل شي: طارق فضل چوهدري
اسلام آباد۔07 نومبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه نېغ په نېغه پروازونه به ډېر زر پېل شي۔ دوه نجي كمپنيو ته د نېغ په نېغه پروازونو بنګله دېش اجازه وركړې ده۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د انجم عقيل د پوښتنې په ځواب كښې ده ايوان ته ووئيل بنګله دېش زمونږ ورور هېواد دے٬ په دې وروستيو كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه اړيكې ډېرې ښې شوي٬ د اعلی مشرتابه په كچه خبرې او رابطې شوي٬ تجارتي اړېكې هم مخ په ښه كېدو دي٬ ده ووئېل بنګله دېش ائیر سیال او فلائي جناح د آپرېټ كولو اجازه وركړې ده٬ نېغ په نېغه پروازونه به ډېر زر بحال شي۔ ده ووئيل په تجارت جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړ كړے شوے ۔ ده ووئيل د دواړو اړخونو چېمبرز پلاويو دورې وشوې٬ د درآمدات او برآمدات په اړه به ډېر زر معاملات ته حتمي شكل وركړے شي












