اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرمېن سېنېټر روبینه خالد سره د ضم شوو ضلعو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال مبارك زېب په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ يو پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په ضم شوو ضلعو كښې د بی آئی اېس پی په روانو او سباؤن په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مبارک زېب په ضم شوو ضلعو كښې د بې وزلۍ …
سينيټر روبينه خالد سره د خاص مرستيال مبارك زيب ملاقات ٬ په ضم شوو ضلعو كښې د سماجي تحفظ په اقدامات د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرمېن سېنېټر روبینه خالد سره د ضم شوو ضلعو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال مبارك زېب په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ يو پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په ضم شوو ضلعو كښې د بی آئی اېس پی په روانو او سباؤن په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مبارک زېب په ضم شوو ضلعو كښې د بې وزلۍ ختمولو او سماجي تحفظ ته ودې وركولو له د بي آئي اېس پي كردار وستائېلو۔ ده په دغو سيمو كښې پروګرام ته لا پراختيا وركولو سره اړوند تجويزونه وړاندې وركړل۔ سېنېټر روبينه خالد پلاوي ته باور وركړو چې بي آئي اېس پي به په ترجيحي بنيادونو په ضم شوو ضلعو كښې كار كوي او په سباؤن كښی به هم په دې سيمو كښې خپلې هڅې روانې ساتي۔ دې ووئيل د حكومت امر له مخې مستحق كورنيو ته مالي مرستې رسولو له ټول وسائل كارولې شي۔ په ملاقات كښې دواړو خوا په ضم شوو ضلعو كښې سماجي تحفظ لا فعاله كولو له د دوه اړخيزه مرستې دومداره ساتلو ته اتفاق وكړو












